په معمولي ډول موږ فکر کوو چې یوازې ښځې د ژوند په چارو کې حساسې دي، خو داسې نه ده. د ژوند په چارو کې حساس اوسېدل جنسيت پورې تړاو نه لري او کېدای شي چې هم ښځې او هم نارينه د ژوند په ځينو چارو کې حساس اوسي.
د څېړونکو څېړنو دا په ګوته کړي چې له پيدايښت سره سم د نارينه په وجود کې د ښځو په پرتله ډېر حساسیتونه شتون لري، خو نارينه د خپلو حساسیتونو په پټولو کې ډېر مهارت لري او ښځې نه شي کولای چې خپل حساسیتونه پټ کړي، له همدې امله د نننۍ نړۍ وګړي فکر کوي چې د نارينه وو په پرتله ښځينه ډېرې حساسې دي.
د لیکنې د سر کرښو په لوستلو به تاسو سره دا پوښتنه پیدا شوې وي چې نارينه په کومو ټکو کې ډېر حساس دي؟ په ګډ ژوند کې د يوې ښځې لپاره د يوې بريالۍ کورنۍ د جوړلو لپاره تر ټولو اړين ټکی دا دی چې د خپل خاوند په خوښې پوه شي.
چې د دغو اړينو ټکو نه یو هم د ورځې په اوږدو کې د خاوند وزګار وختونه دي، مېرمن باید پوه شي چې د هغې د خاوند وزګار وختونه د څه شي لپاره دي او خاوند یې له خپلو وزګارو وختونو څه ډول او د څه شي لپاره ګټه واخلي. ډېری نارينه د ورځې په اوږدو کې چې کوم وزګار وختونه لري د هغو نه په ګټه اخيستنه کې ډېر حساس وي او دا وختونه ورته ډېر ارزښت لري، نو که تاسو هم غواړئ په دې اړه پوه شئ، نننۍ لیکنه تر پایه ولولئ!
نارينه کمزورې مېرمنې نه خوښوي
ډېری نارينه هغه ښځې چې پر ځان باور نه لري او پیاوړې نه دي، نه خوښوي. هغه ښځې چې ځان کمزوری احساسوي او پر ځان باور نه لري، خپل خاوند له خپل ځان نه لرې کوي. ډېری نارينه غواړي چې د پياوړو مېرمنو ترڅنګ ژوند وکړي تر څو مېرمن یې پر هغه بوج نه وي.
ډېری نارينه د ښځو له ژړا او جنجالونو نه کرکه لري او نه غواړي چې مېرمن یې دا ځانګړنې ولري. ځکه چې هغوی خپل ټول وخت له تاسو سره نه شي تېرولای.
دا سمه ده چې هره مېرمن غواړي، چې د خپل خاوند په وزګارو وختونو کې د هغه ترڅنګ پاتې شي او هغه سره ډېره مينه وکړي تر څو خاوند یې د يوازېتوب احساس ونه کړي، خاوند هم له خپلې مېرمنې نه ورته تمې لري او غواړي چې مېرمن یې د خپګان او خوشالۍ په وختونو کې د هغه ترڅنګ وي.
خو دا په دې معنا نه ده چې هر کله مو خاوند اوزګار ولید، له هغه سره واوسئ، ځکه چې خاوند مو ستاسو له دغه چلند نه ستړی کېږي او هغه له ټولنې نه لرې کوئ.
ډېری مېرمنې داسې ګومان کوي چې د خاوند وزګار وختونه يې ټول د مېرمنې لپاره دي او هر کله یې چې خاوند وزګار وخت پيدا کړ، باید له هغوی سره و اوسي خو داسې نه ده، دا حالت مو د خاوند د ستړيا لامل کېږي او ان کله کله د دې لامل کېږي چې هغه ځورونکی احساس وکړي.
دا سمه ده چې خاوند به هم پر خپلې مېرمنې مین وي، خو هغه غواړي چې په ژوند کې یې کله کله یواځې پاتې شي او ځينې نورې کړنې او سرګرمۍ ترسره کړي. د بېلګې په توګه کېدای شي خاوند مو د ورځې په اوږدو کې خپل وزګار وخت ورزش ته ورکړي او يا دې ته ډېره ليوالتيا ولري چې خپل ډېر وخت فيشن ته ځانګړی کړي، نو تاسو نه باید د هغه له دغو کړنو سره مخالفت وکړئ، ځکه هغه نارينه چې د خپل ځان ته پام نه شي کولای، هغه د ژوند نورې چارې هم په سمه توګه هم نه شي ترسره کولای.
که دا حالت همداسې دوام وکړي خاوند مو د ستړيا احساس کوي او داسې فکر کوی چې تاسو د هغه د پرمختګ مخنیوی کوئ. کله چې خاوند او مېرمن د يو بل خوښۍ وپېژني او پرېږدي چې هغوی په خپله خوښه خپلې چارې ترسره کړي، بیا نو کله چې هغوی په خپل ټاکلي وخت کې له يو بل سره يو ځای کېږي کولای شي له يو بل سره ډېرې خبرې وکړي او د خپلو ورځنیو چارو کیسې يو بل ته وکړي.
ځکه دا ډول خاوند او مېرمن يو بل ته د ويلو لپاره ډېر څه لري او دا چې د ورځې په اوږدو کې له يو بل نه لرې اوسي، يو بل پسې خپه کېږي او له يو بل سره يې مینه زیاتېږي.
هغوی کولای شي د يو بل د خبرو په اورېدو سره يو بل وستايي. هغه مېرمن او خاوند چې له يو بل سره ډېر وخت تېروي اړيکه یې ورته ستړې کوونکې کېږي او د يو بل ترڅنګ له اوسېدو خوند نه اخلي.