ولې ځيني پلرونه په خپلو لاسونو د خپلو اولادونو ژوند تباه کوي؟
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، له زیاتو هڅو سره سره اوس هم په افغانستان کې انجونۍ له قانوني عمر څخه ښکته او په زور ودېدو ته مجبورېږي.
د دغه کمېسیون غړې قدریه یزدانپرست رسنیو سره په خپلو خبرو کې ویلي چې له دوی سره داسې قضیې ثبت شوي چې نجونې په اووه کلنۍ کې هم واده شوې دي.
د اسلام مقدس دين واده ته په ډېره درنه سترګه ګوري، او لکه څرنګه چې واده روحي، صحي، اقتصادي، سیاسي، اجتماعي، دیني او داسې نورې ګټې لري، او هغه دروند کار دی چې د دوو مختلفو جنسونو تر منځ په خپلمنځي تفاهم او توافق سره د یو ټینګ تعهد کولو په رڼا کې رامنځ ته کیږي.
ځينې کورنۍ خپلې لوڼه په ماشومتوب کې ورکوي. چې جوته خبره ده چې بدې پايلې له ځان سره لري، کله چې يوه ماشومه د اوو يا اتو کلونو وي دغه ډول يو کوچني ماشوم هلک ته ورکړل شي، کله چې دوی لوی شي نو په خپله کوژده نا راضايتي وښيي. چې د کورنۍ د فشار له امله په جبري ډول د دوی واده کيږي. دغه ډول خاوند او مېرمن د ژوند تر پايه خفه او ستومانه تېروي چې د داسې حالت لامل يې يوازينۍ پلار، ورور، بابا او کاکا کيږي.
دغه ډول پېښې معمولا په اطرافي سيمو کې ډېرې رامنځته کيږي. چې په کليو کې د کليوالي بنډارونو په ترڅ کې د دوو پلرونو په خپل مينځي پرېکړه ترسره کيږي.
چې تر ډېره بريده يې خلک د سواد له نعمت څخه بې برخې وي. ځينې وخت دوه پلرونو د نه زېږدلو ماشومان په سر هم معاملې کوي، چې که د ديوه لور او بل زوي زېږې نو دوی به يې پخپلو کې کوژد کوي. خو دغه دوو ماشومانو له راتلونکي هيڅوک نه وي خبر چې هلک چېرته يو معتداد بې سواده لويږي.
حتمي ده چې دا ډول خاوند سره د يوې پيغلې ژوند برباديږي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه صندوق ۲۰۱۰ کال تحلیل چې ۲۵ څخه تر ۴۹ کلنو ښځو سره د مرکو پر اساس چمتو شوی ۲۱ سلنه ښځو په افغانستان کې ویلي چې په ۱۵ کلنۍ کې واده شوې دي.
د ملګرو ملتونو د نړۍ د نفوس د ۲۰۱۶ کال په راپور کې راغلي چې مخ په وده هېوادونو کې له هرو ۳ نجونو څخه یوه یې له ۱۸ کلنۍ مخکې ودېږي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه صندوق وایي، په کم عمره او په زور د نجونو ودول د دوی د مړینې سبب ګرځي، ماشومان له فزیکي او رواني ودې غورځوي، د ښوونې مخه یې نیسي او په بېلابېلو ناروغیو یې اخته کوي.