که هر څه سم مخته لاړ شي، زه به بیا ملې لوبډله کې ولوبېږم

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د نړیوال کرکټ سره د محمد عامر مخه ښه او علت یې

 

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې چپ لاستي تېز توپ‌اچونکي محمد عامر د ۲۰۱۹م کال په جولای میاشتې کې لومړی د ټیسټ کرکټ او له هغه وروسته یې بیا د ۲۰۲۰م کال په ډیسمبر میاشت کې په ناڅاپې توګه له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.

محمد عامر، همغه وخت کې ویلې وه، ترڅو چې وقار یونس او مصباح‌الحق په کرکټ بورډ کې موجود وي، دی به د پاکستان لپاره نړیوال کرکټ ونه کړي.

هغه ویلې وه، په ملې لوبډله د دوی له لوري ورته سم احترام نه کیږي، نو په همدې موخه یې دا پرېکړه وکړه.

 

نړیوال کرکټ ته د محمد عامر بیا راتګ

 

د راپورونو له مخې پاکستانی چپ لاسی توپ اچوونکی محمد عامر بیرته نړۍ وال کرکټ ته ستنیږي او خپله استعفاء بیرته اخلي.

راپورونه کې ویل شوي، چپ لاسی چټک توپ اچوونکی محمد عامر د کرکټ بورډ سره تر خبرو وروسته دې ته چمتو شوی چې نړۍ وال کرکټ ته راشي او د پاکستان لپاره سیالۍ ترسره کړي.

د پاکستان د کرکټ بورډ اجرائيه رئیس له څو میاشتو راهیسي د محمد عامر سره په خبرو بوخت دی، ترڅو یې بیرته نړیوال کرکټ ته راستون کړي او تازه وسیم خان د محمد عامر په اړه ویلې: کومه لاره چې محمد عامر غوره کړې وه، هیڅ ښه نه وه، زه اوس هم فکر کوم چې محمد عامر زموږ لپاره یو ارزښت لرونکی لوبغاړی دی او موږ اوس هم هڅه کوو د هغه او روزونکو ترمنځ اړیکي جوړي کړو.

همدا راز محمد عامر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، د کرکټ ټول مینوال یې دا پرېکړه خورا بده ګڼي، خو زما ځای ته د وسیم خان راتګ یوه بېله معنی لري.

هغه ویلې، که چیري هرڅه د پلان له مخې مخته ولاړ شي، نو زه به یوځلې بیا د خپل هیواد لپاره ولوبېږم.