نجیب ځدران په ۴۲ توپونو ۷۱ ناسوځېدلې منډې وکړې

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د پاکستان د کرکټ په سوپرلیګ کې پرون ۲۲مه لوبه د کراچي کینګز او اسلام اباد یونایټیډ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې اسلام‌اباد یونایټیډ لوبډلې په ۸ ویکټو د نجیب‌الله ځدران لوبډلې کراچي کینګز ته ماتې ورکړه.

 

د یادې لوبې بشپړ جذیات

 

په یاده لوبه کې لومړی توپوهنه کراچي کینګز لوبډلې وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۰ منډې وکړې او  اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې ته یې د ۱۹۱ منډو هدف وټاکی.

د کراچي کینګز لپاره محمد عاظم ۸۱، نجیب الله ځدران ۷۱، شرجیل خان ۲۵ او مارټین کوپټیل بیا ۶ منډې جوړې کړې.

کله چې اسلام اباد یونایټیډ لوبډله د توپوهنې لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۸،۴ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره یې په ۸ ویکټو کراچي کینګز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د اسلام اباد یونایټیډ لپاره ۸۸ منډي کونیل مونرو او احمد بیا ۷۱ منډې جوړې کړې.

 

 

پرونۍ لوبه کې د نجیب الله ځدران توپوهنه

 

نجیب الله ځدران، چې د کراچي کینګز لوبډلې لوبغاړی دی، په ۴۲ توپونو یې ۷۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.

کله چې اسلام اباد یونایټیډ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان کښته شوه، نو

هغه پنځه څلوریزې او څلور بیا شپږیزې ووهلې.