خفګان يوه طبیعي ستونزه ده،کله چې يو کس په دوامداره ډول د غم او خفګان احساس وکړي او تر دوه اونيو زيات دوام وکړي په دې صورت کې د خفګان مسئله مطرح کېږي.
په دې ليکنه کې مو څلورو هغه فکتورونو ته اشاره کړې چې د يو کس د خفګان سبب ګرځي.
د ژوندانه بوجونه:کله چې د يو کس مړينه يا د ژوند بڼه کې تغیيرات يا هغه کسان چې مجبور دي د کار د لاسته راوړلو له پاره کورونه پريږدي او اوږده مزلونه وکړي کيداى شي ددې ډول بوجونو څخه وکړيږي.
ناروغي:ناروغي د يو سړي په طبيعت او احساس اغېز پريږدي.
همدا رنګه مېکروبي او انتاني ناروغي لکه انفلونزا ،د ځيګر التهاب(زيړى يا هيپاټيټس)يا نورې اوږد مهاله ناروغۍ.
د درملو جانبي تاثيرات: که چېرې يو کس په دوامداره ډول د درملو څخه ګټه واخلې کيداى شي ياد درمل د کس داروايي کمزورتيا سبب شي.
نور فکتورنه: نور فکتورونه چې د خفګان په رامنځ ته کولو کې رول لري عبارت دي له:په کور کې د يو بل خفه کس موجوديت، له وخت نه مخکې د ماشوم پيدا کيدل،د مياشتني عادت ودرېدل او داسې نور…