څنګه کولای شو يو روږدی انسان له نشه‌يي توکو راوګرځوو؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
غږ: استاد عظیمي
لیکنه: صدیقه پوپلزۍ

لومړی اړینه خبره داده چې یو انسان ولې روږدی کېږي؛ لامل یې څه دی؟ ښایي د ناسالمه اړیکو، ماتې، پر ځان ټیټ باور، بې شمېره پیسو، کم عمر او ناپوهۍ له امله په یاده ستونزه کې نښتی وي او ورو ورو له کنټروله وتلې وي.

کله چې یو کس روږدی کېږي نو باید په ژوره او بشپړه توګه وارزول شي ترڅو یې لامل پیدا شي چې، د کومې ستونزې له کبله یې یاده ستونزه پیدا کړې؛ ښایي نور لاملونه هم شتون ولري کېدای شي ناسالمه اړیکې، کورنی تاوتریخوالی، لږ یا نه حاکمیت، لږ یا نه درناوی، کم ملاتړ او نور د دې لامل شوي وي چې یاد کس روږدتیا ته مخه کړي.
که کومه کورنۍ وایي چې نه دا لاملونه نه دي بلکې کله چې له ملګرو سره یو ځای شو، داسې په غضب ککړ او روږدی شو، نو دا خبره سمه نه ده ځکه، هره کورنۍ مسوولیت لري چې خپل اولاد په مستقیم او نامستقیم ډول وڅېړي، هغوی کولای شوای چې د خپل زوی/لور ملګرتیاوې وارزوي د خپلو اولادونو اړیکو ته پام وکړي او همدارنګه پر کور دنننه لاملونو ته پام وکړي د ودې بېلابېلو لاملونو ته پاملرنه د ماشوم شخصیت ته ارزښت ورکول او هغه ته درناوی هم لویه ونډه لري چې که نه وي ستونزې ډېرېږي او د روږدتیا لامل ګرځي.

په ټولیز ډول ویلای شو چې؛ کورنۍ د روږدتیا یو لوی لامل دی ځکه ماشوم په کورنۍ کې روزنه ویني او هرکله چې روزنه سالمه نه وي یاني کورنۍ یا افراط کوي او یا هم تفریط دا لامل ګرځي چې اولاد له کنټروله ووځي او روږدتیا ته مخه کړي.

هره کورنۍ باید خپله ملامتي ومني وروسته له روږدي کس سره مرسته وکړي، نه دا چې بد چلند، تاوتریخوالی او وهل ټکول پیل کړي، یا هم روږدی کس له کوره وشړي، دا نه یوازې دا چې ستونزه حل کړي بلکې نوره یې هم پیاوړې کوي ځکه هرکله چې روږدی کس له کوره شړل کېږي ښایي په بې بندوباریو، غلاوو او لار وهنو لاس پورې کړي.

په دې ستونزه کې تر ټولو ښه حل لاره درملنه ده، او که د شدیدې روږدتیا پر مهال له اتحاد درملنې کار واخیستل شي یاني ډاکټر او ارواپوه دواړه یو ځای مخته ولاړ شي نو تر ډېره له یادې ستونزې څخه په خلاصون کې مرسته کولای شي داسې ډېر روږدي کسان شته چې درملنه یې وشوه او نن ډېر ښه ژوند لري.

ګڼ شمېر روږدي کسان چې وایي زه نه جوړېږم! نو باید هم جوړ نشي ځکه پخپله اقدام نه کوي موږ وینو چې په همدې ډول له پلونو څخه اوبو یووړل ځکه هېڅ داسې دلیل نشته چې یو روږدی انسان دې جوړ نشي دوی ځان ته دلایل جوړوي او خپل ژوند له ننګونو سره مخ کوي.

په افغانستان کې روږدو کسانو ته لکه څنګه چې باید پاملرنه شوې وای، نه کیږي. داسې ډېرې کړنلارې شته چې له دوی سره په درملنه کې مرسته کوي. نو له همدې کبله مو که د کور هر غړی روږدی وي باید په ډېرې حوصلې سره یې درملنه وکړو.

هر معلول علت لري، انسان د ځینو اندېښنو له امله چې د انسان په واک کې نه دي، د نشه یي توکو لور ته پناه وړي او د همدې نشو په وسیله ځان هوسا کوي.


کله چې موږ پرله‌پسې نشه یي توکي کاروو، ورو ورو د ژورې روږدتیا پر لور ځو، هرکله چې د روږدتیا اوج ته ورسېږو نو زموږ بدن پر ځانګړي مهال همغو مخدره توکو ته اړتیا پیدا کوي.

روږدي کسان خورا له حوصلې ډکو انسانو ته اړتیا لري. درملنه، د لامل موندل او مرسته کولای شي چې د خپل روږدي پلار یا ورور ژوند بطرته خپل عادي حالت ته وګرځوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.