د البینوزم ناروغي څه ډول یوه ناروغي ده، دا ناروغي څنګه منځته راځي لاملونه یې څه دي؟ پر دې ناروغۍ اخاته کسان له کومو ستونزو سره مخ کېږي او دا ناروغي یې پر روح او روان څه ډول اغېزې لري؟ دې پوښتنو ته به په دې لیکنه کې ځواب وویل شي.
البینوزم یا د پوستکي سپینوالی یو ډول ارثي ناروغي ده، چې پرې د اخته کس وجود د ملانین په نوم رنګه مواد نه تولیدوي یا یې هم په ډېره کمه کچه تولیدوي. ملانین هغه رنګه ماده ده، چې د انسان د سترګو رنګ، د ویښتو رنګ او پوستکي رنګ ټاکي او پر دې سربېره د سترګو د لید په برخه کې هم ونډه لري. دا ناروغي د انسان پر پوستکي، ویښتو او سترګو اغېز کوي او پوستکی او ویښته یې یو ډول سپین ته ورته بې رنګه رنګ لري او د سترګو د لید یې هم کمزوری وي. سره له دې چې دا ناروغي هېڅ درملنه نه لري، خو دا ډول کسان د خپلو سترګو او پوستکي د ساتنې له پاره باید ځينې لارښوونې په نظر کې ونیسي.
البینوزم یوه جنیتیکي ناروغي ده، چې لامل یې دا دی، چې دتېروزین انزایم په ملانین نه بدلېږي. کله چې په وجود کې د ملانین د تولید کچه کمه شي د پوستکي او ویښتو رنګ ورسره سپینېږي په ځینو کسانو کې دا ناروغي بیا په ارثي ډول هم له یو نسل څخه بل نسل ته لېږدول کېږي.
پر دې سربېره چې دا ډول کسان د سترګو، له کمزورتیا، له ذهني کمزورتیا او د پوستکي او ویښتو د رنګ له ستونزو سره مخ دي؛ دوی په ټولنه کې هم له بېلا بېلو ستونزو سره مخ کېږي. ځینې یې په کورنیو کې د خپل مور او پلار له عاطفې څخه هم بې برخي وي. که په یوه کورنۍ کې یو ماشوم پر دې ناروغۍ اخته وي، ډېری مور او پلار هم دومره مینه نه ورکوي، کومه مینه چې باید دوی ته ورکړل شي. همدارنګه ځینې کورنۍ د دا ډول کسانو پر رنګ او څېره ملنډې وهي، چې په دې سره دا ناروغان لا کمزوري کېږي او خپله وړتیا له لاسه ورکوي.
په ټولنه کې هم دا ډول ناروغان له بېلا بېلو ستونزو سره مخ وي، ډېری کسان د دوی له رنګ او څېرې څخه کرکه کوي او نه غواړي، چې له دوی سره نږدیوالی ولري. چې دا دې ډول کسانو ته دردونکی حالت دی او پر روح او روان یې منفي اغېز کوي. ځینې وختونه د ځینو نا پوهه انسانانو له ملنډو سره مخ کېږي، چې دا هر څه دوی ځوروي او کمزوري کوي یې. البینوزم ناروغي یوه جنتیکي او ارثي ناروغي ده نه ساري، چې له یو کس څخه بل کس ته ولېږدول شي، نو بیا ولې له دا ډول ناروغانو څخه واتن باید ونیول شي، د دې پر ځای چې له هغو سره مرسته وکړئ، هغوی لا کمزوري کوئ.
نو په پایله کې دا ویلای شو، چې دا ډول ناروغان باید و نه ځورول شي او لاس نیوی یې وشي، دوی ته روحیه ورکړل شي، تر څو دوی په ټولنه کې د نورو په مقابل کې ځان نیمګړی احساس نه کړي. هر انسان یوه نیمګړتیا لري د ځینو نیمګړتیاوي ډېرې او د ځینو بیا کمې وي، نو اړینه نه دي، چې یوه انسان بل انسان ته د هغه نیمګړتیا په وار وار ور یاده کړي او هغه پرې وځوروي. نو پر البینوزم ناروغۍ اخته کسان هم باید ونه ځورول شي او د دوی د نیمګړتیا احساس دوی ته ورنه کړل شي.