خدای(ج) انسان ته د یوه شهکار کولو وړتیا ورکړې او بیا یې ویلي چې هېڅوک د انسان تقدیر نشي بدلولی، پرته له خدایه او د انسان خپل زیار.
موږ په ټولنیز ژوند کې له داسې خلکو سره مخ کېږو، چې دوی به د ملګرو، خپلوانو او یا هم لاروي په څېره کې وي، د دوی خبرې به منفي اړخ لري، او په دې خبرو او مفکرو سره غواړي چې په موږ کې د حقارت حس پیاوړی کړي.
له منفي پالو او هغوی خلکو سره چې غواړي زموږ ارزښت کښته راوړي، جګړه او غوسه مه کوئ، خو مه پرېږدئ چې بیا بیا یې خبرې ستاسې په ذهن کې انګازې وکړي.
که انسان په خپلو هڅو باور ولري، ژوند کې نورو ته د دې حق نه ورکوي، چې خلک ورته ټيټ فکر وکړي، او دی هم ځان ټيټ وګڼي.
دا اړینه نه ده، چې نور زموږ په اړه څه وایي، نورو ته د ځان په اړه قناعت ورکړو او د نورو خبرې زموږ په ژوند کې په ذهني او اروايي لحاظ لوی خنډ شي.
د نورو خلکو قضاوتونه او خبرې هغه وخت موږ بدلولای شي، چې موږ خپله د دې کار اجازه ورکړو. د ځان په اړه ستاسې ټولې سالمې مشورې ستاسو په ګټه دي، یوازې موږ خپله یو چې له ځان سره به مرسته کوو، او موخو ته د رسېدو لپاره د لارې ټول خنډونه له منځه وړو.
زموږ ذهن تل ګڼ شمېر غږونه لکه نصیحتونه، اخطارونه، زړه سوی، دلیلونه او برهان اوري، خو له دې سره سره ستاسو ذهن تاسو ته لارښوونه کوي، چې کومه معنوي لاره غوره ده.
دا مه هېروئ، چې انسان په ټولنه کې خپل ارزښت پخپله ټاکي، تاسې باید په دې پوه شئ چې څوک یاست. مه پرېږدئ چې د خلکو د منفي خبرو او فکرونو تر اغېز لاندې راشئ، تاسې له ویاړه ډک تاج په سر لرئ.