د شپږیزه لیګ مینوالو ته بد خبر؛ دا لیګ هم وځنډول شو

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

افغان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، چې د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سیالۍ د کورونا وبا د درېیمې څپې او د عامي روغتیا وزارت د ځینو لارښوونو او بندیزونو په اساس وځنډول شوې.

اعلامیه کې ویل شوي، افغان کرکټ بورډ دا شل اوریزه سیالۍ په روانه جون او راتلونکې جولای میاشتې کې کولې، چې د کورونا له امله وځنډول شوې.

افغان کرکټ بورډ په یاده اعلامیه کې ویلې:

«د افغانستان کرکټ بورډ پلان درلود چې د هېواد په کچه د شپږیزه کرکټ شل اوریزه سیالۍ د روان کال په جون او جولای میاشتو کې ترسره کړي، خو په افغانستان کې د کرونا د دریمې څپې او د عامې روغتیا وزارت د ځینو لارښوونو او محدودیتونو په اساس یاد لیګ د اوس لپاره وځنډول شو.»

 

https://www.facebook.com/AfghanistanCricketBoardOfficial/photos/a.1592613244326601/2957953707792541/?__cft__[0]=AZXnp9SB4zKIigvYPM_4Z1dA7RxgZCg_uTzAzy0JnlEQXXhF3rn5urxBHRT30QIr8AR_35fsMjSoUCc1kqkOt4nUxehJ3lqVY72BaNUDqDLK8Tg3OX2LPlgpiJ2EnrU6uGs&__tn__=EH-R

 

ددې ترڅنګ یاده اعلامیه کې ویل سوي، چې تېره میاشت د افغانستان کرکټ بورډ د لوبډلو د امتیاز ترلاسه کولو په موخه د ملي سوداګرو لپاره د لوبډلو د علاقمندۍ اظهارنامه اعلان کړې وه، چې یو شمېر ملي سوداګرو خپل غوښتنلیکونه دې ادارې ته سپارلي. څرنګه چې د افغانستان کرکټ بورډ غواړي لا ډیر ملي سوداګر راشي او په شپږیزه کرکټ لیګ کې پانګه اچونه وکړي؛ نو د افغانستان کرکټ بورډ هڅه کوي چې لوبډلو ته د امتیاز خاوندانو موندلو پروسې وخت کې زیاتوالی راولي، ترڅو دغه پروسه کې ډېرو ملي سوداګرو ته د لوبډلو رانیولو زمینه برابره شي.

دا اعلامیه وايي افغان کرکټ بورډ به هڅه وکړي چې د لوبډلو د امتیاز خاوندان ژر معلوم کړي، ترڅو د هغوی لپاره د بازار موندنې او لا زیات چمتوالي برخه کې پوره وخت موجود وي.