موږ او تاسې تل اورو یا مو لوستي چې ګډ کار کول او ګډ اوسېدل ډېرې ګټې لري، مګر په کمه استثنا په اکثره ګډو کورونو کې لانجې او زړه بدوالی موجود وي. له ګډو کورونو مې مراد هغه کورنۍ دي چې څو وروڼه له ودونو څو څو کاله پس او څو اولادو په درلودو بیا هم یو ځای اوسي او ښځې یې د کور کارونه، اخلی پخلی یا په شریکه کوي او یا یې په وار کړی وي.
دا ګډ اوسېدل پښتانه یو ویاړ ګڼي، خو دېته نه ګوري چې په ګډ کور څه روان دي او خصوصا مېرمنې پکې له کومو ستونزو سره لاس و ګرېوان دي؟
په داسې ګډ کور کې چې شاوخوا د څلور میندو اولادونه اوسي او د پښتون د باور په اساس باید د هرې مور له شپږو واخله بیا تر لس او ډېرو اولادونو شتون خو حتمي دی؛ چې د داسې کورنیو شمېر شاوخوا پنځوس تنو ته رسېږي، او دومره تعداد نفرو ته اخلی پخلی کول د هېچا په وس پوره نه ده.
عموما په ګډو کورونو کې کار د خواښې لخوا نږورانو ته وېشل کېږي؛ چې یوه ورځ د یوې بله د بلې او…
د دې دومره لوی کور لپاره اخلی پخلی کول سخت دی او له سختۍ سره، سره یوه مېرمن مسووله ده چې د ټولو د خوښې وړ پخلی وکړي، چې دا ډېر کله ناشونې وي.
[ ] په ګډ کور کې میندې نشي کولای چې خپلو اولادونو لپاره وخت پيدا او رسېدنه وکړي.
اکثره وخت د ماشومانو ترمنځ جنګ رامنځته کیږي، د کور د مېرمنو ترمنځ ناسالمه سیالي وي، له ځینو سره خو لا توپیري چلند هم کېږي او بده یې لا دا چې د کور نارینه چې خواري مزدوري کوي هغوی هم د یو بل په نیتونو بدګمانه وي او د دې بدګمانۍ تر شا یې اکثر د مېرمنو ناسمې سیالۍ وي.
همدا واړه او غټ علتونه کرار، کرار سره جمع کېږي او یوه ورځ داسې راشي چې د یوې ادې زامن له یو بله په جنګ سره بېلږي؛ چې دا جنګ خو کله لفظي او کله خو حتا فزیکي اخ او ډب ته ورسي.
نو که وغواړو چې سالمې او با سیلقه کورنۍ ولرو اول خو باید د امکان تر حده د اولادونو شمېر کم وي او بل له واده یو یا دوه کاله پس خپل زوی کړو ترڅو خپل ژوند ته په یو غوره او ښه پلان سره ادامه ورکړي.