امریکا: د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د هوايي بریدونو ارزونه کوو

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

امریکايي رسنیو ته ځينې حکومتي سرچینو ویلي په دې لټه کې دي چې د کابل ددفاع لپاره د هوایي بریدونو ارزونه وکړي.

سرچینې زیاته کړې امریکايي نظامي چارواکي غواړي پر دې پلان کار وکړي چې که کابل یا د افغانستان نورو لویو ښارونو ته د طالبانو له لوري ګواښونه متوجه کېږي نو دوی وکړی شي پر وخت اقدام وکړي او هوایي بریدونه ترسره کړي.

امریکايي سرچینو همدا راز ویلي دغه بریدونه به هغه مهال کېږي چې امریکايي وګړو او یا هم د امریکا سفارت ته خطرونه جوړ شي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي وو چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې د هوایي بریدونو حق نه لري او د هر ډول برید د ترسره کولو لپاره د ولسمشر بايډن اجازه اړینه ده.

په ورته وخت کې امریکایي رسنۍ وايي چې د امریکا په شل کلن ماموریت کې ځینې امریکایي وګړي په افغانستان کې تښتول شوي چې لا هم له وسله والو ډلو سره دي او د راخلاصولو لپاره یې باید هڅه وشي.

سرچینه وایي دا چې امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي او پر وسله والو ډلو فشار کمېږي نو له همدې امله ښايي د یرغمل شوو امریکايي وګړو خلاصول هم ستونزمن شي.

امریکايي رسنۍ وايي چې د تښتول شوو کسانو له ډلې ویل کېږي چې ځینې یې له حقاني شبکې سره دي.

ددغه کسانو شمېر محدود ښودل شوی دی.

 

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي