سپورټ د دې لامل کېږي چې د انسان بدن د خوښۍ هورمونونه ترشح وکړي، له همدې امله سپورټ کول له موږ سره مرسته کوي چې په اسانۍ سره د سګرټ څکول پرېږدو.
په نننۍ لیکنه کې غواړو په دې اړه معلومات درکړو چې د کومو دليلونو له مخې سپورټ له انسان سره د سګرټو د څکولو په پرېښودو کې مرسته کوي. د لیکنې تر پایه مو ملتیا وکړئ!
لومړی: سپورټ د سګرت پرېښودو لپاره د انسان روحيه اوچتوي
هر کله چې انسان وغواړي له يوه زیان رسوونکي څېز څخه لرې والی غوره کړي، د دې کار د ترسره کولو لپاره لوړې روحيې او ځانباورۍ ته اړتیا لري. له نېکه مرغه سپورټ کول د انډروفین هورمون د ترشح لامل کېږي.
د انډروفین هورمون ترشح انسان ته د خوښۍ احساس ورکوي، خوشاله انسان وچته روحیه لري او د نیکمرغۍ احساس کوي له همدې امله انسان کولای شي چې په اسانۍ سره د سګرټ څکولو څخه لاس واخلي.
دويم: سپورټ کول انسان د هغه د بدن د روغتیا په اړه خبروي
هر انسان چې سپورټ کوي د خپل بدن روغتیا ته ډېره پاملرنه کوي يا څرګند ووايم سپورټ کول انسان دې ته اړ باسي چې انسان خپلې روغتیا ته پاملرنه وکړي، نو له همدې امله کله چې يو انسان ورزش کوي د وخت په تېرېدو سره د سګرټ د زيانونو په اړه پوهېږي او دې ته هڅول کېږي چې سګرټ څکول پرېږدي.
د دې ترڅنګ کله چې يو انسان ورزش کوي غواړئ چې ورځ تر بلې خپل بدن پياوړی کړي او د سګرت څکول نه پرېږدي چې د انسان بدن پياوړی شي، نو په دې حالت کې انسان مجبوره دی چې د خپل بدن د پياوړتيا لپاره د سګرت څکول پرېږدي.
درېیم: ورزش کول اندېښنې له منځه وړي
ډېری خلک د خپلو اندېښنو او غمونو د لرې کولو لپاره سګرت څکوي تر څو پام یې بدل شي او خپلې اندیښنې، غمونه او د ورځني ژوند ستونزې هېرې کړي.
سپورټ کول د دې لامل کېږي چې د انسان سټرس لرې شي او انسان خپل هر ډول اندېښنه او ستونزې هېرې کړي، نو هغه کس چې ورزش کوي خپلې ټولې ستونزې او اندېښنې د ورزش پر مټ هېروي او دې ته اړتیا نه لري چې د خپلو اندېښنو د هېرولو لپاره سګرت ته پناه یوسي.
څلورم: ورزش کوونکی انسان د ټولنې د غړو لپاره مثال وي
هغه کسان چې سپورټ کوي د نورو خلکو لپاره مثال وي ځکه چې سپورټ کول په ټولنه کې مثبت اړخ لري او د ټولنې ټول غړي ورته په ښه سترګه ګوري، نو يو ورزشکار انسان نه شي کولای چې د خپل ښه صفت ترڅنګ يو بد صفت هم ولري يعني سګرت وڅکوي. نو په ټولنه کې د سپورټ ارزښت او د سپورټ مثبت اړخونه هم د دې لامل کېږي چې ورزش کوونکي انسان د سګرټو څخه لاس په سر شي.
د لیکنې په وروستۍ برخه کې غواړو يادونه وکړو چې که غواړئ د ورزش پر مټ د سګرت څکول پرېږدئ نو د ورځې په اوږدو کې باید ارومرو يو ساعت سپورټ وکړئ، اړینه نه ده چې د سګرټ څکولو د پریښودو لپاره ستونزمن ورزشونه وکړئ، د ورځې په اوږدو کې يوه ګړۍ منډې وهل او يا پياده مزل کول هم بسنه کوي.