هر ملت ځان ته دود، کلتور او فرهنګ لري، چې باید ورته پام وشي او هغه وساتي. افغانان هغه خلک دی، چې تل د نورو له دود، فرهنګ او ژبې څخه اغېزمن شوي. ژبه یې د نورو له ژبې څخه اغېزمنه ده، د جامو اغوستلو سټایل یې د نورو دی، د سینګار ویښتانو جوړولو او ږیرې جوړولو سټایلونه یې له نورو څخه په تقلید دي. دا چې افغانان ولې د نورو له فرهنګونو ډېر اغېرمن کېږي او څنګه پردي فرهنګونه زموږ په ټولنه کې دود پیدا کوي؟ د پردیو فرهنګونو دودېدل ټولنې ته څه زیان لري؟ په دې لیکنه کې به بحث پرې وشي.
زموږ هر څه تل له نورو څخه په تقلید او د نورو له فرهنګونو څخه تر ډېره اغېزمن یو؛ زموږ په ټولنه کې د نورو د فرهنګونو دودېدل ورځ تر بلې زیاتېږي او زموږ د خپلو فرهنګونو او دودونو ځای نیسي. نن سبا مو ژبه تر ډېره حده له انګلیسي ژبې څخه اغېزمنه شوې او زموږ په ملي ژبو پښتو او دري کې د خپلو شته کلمو او لغاتو پر ځای انګلیسي کلمې او لغات کارول کېږي او ډېری کسان دا کار د ځان د عصري یا مډرن ښودلو په خاطر کوي. د دې ترڅنګ د سینګار په برخه کې د جامو په برخه کې هم زموږ د ټولنې وګړي ډېر د نورو له فرهنګ څخه اغېزمن شوي. نن سبا ځوانان او ځوانانې هغه ډول سنګار کوي، هغه ډول جامې اغوندي، چې هغه په هندي، ترکي او … نورو فلمونو او سریالونو کې ویني که هغه زموږ د دود او کلتور خلاف هم وي. دا چې موږ په هره برخه کې د نورو له فرهنګ څخه اغېزمن یو دا بېلابېل لاملونه لري، چې ځینې لاملونه یې دا دي:
۱ـ زموږ د هیواد وروسته پاتې والی: زموږ هېواد هغه هېواد دی، چې دا نیمه پېړۍ په دې هېواد کې جګړه روانه ده او دا جګړه د افغانستان د وروسته پاتې کېدو لامل شوې. دې ته به مو پام کړی وي، چې وروسته پاتې خلک تل له هغو خلکو څخه په هر کار کې تقلید کوي، چې هغوی پرمختللي وي؛ په همدې ډول افغانان هم د پرمختللو هیوادونو له فرهنګ څخه تقلید کوي او ښه ورته ښکاري خپلې جامې خپل د سینګار او ویښتانو ډول ورته بد ښکاري او د نورو فرهنګ ورته ښه ښکاري.
۲ـ د فرهنګي برخې کمزورتیا: زموږ د فرهنګ او هنر برخه د نورو هیوادونو په پرتله ډېره کمزورې ده، زموږ د سینما برخه ډېره کمزورې ده او افغاني فلمونه، ډرامې او سریالونه نه لرو، که یې لرو هم په ډېر ټیټ کیفیت چې پر هغه هم تر ډېره د نورو د فرهنګ اغېزې دي. انسان تر ډېره د هنریت له برخې ډېر اغېزمنېږي او زموږ په هېواد کې د نورو فرهنګ تر ډېره د فلم او سریال له لارې دود موندلی، نو که زموږ د افغاني فلمونو او سریالونو د تولید برخه زیاته او فرهنګ ته په کې پاملرنه وشي او د خپلو دودونو په اساس جوړ شي، په دې سره به زموږ په هېواد کې د نورو د فرهنګ د دودېدو مخنیوی وشي.
۳ـ رسنۍ: په ټوله کې په هېواد کې د پردیو د فرهنګ د دودېدو یو لوی لامل رسنۍ دي؛ چې موږ په هېواد کې بې شمېره رسنۍ لرو، چې د ډېرو رسنیو خپرونې زموږ د فرهنګ او دین خلاف دي او رسنۍ هڅه کوي، چې پردی فرهنګ زموږ په ټولنه کې دود کړي. رسنۍ دا سې خپرونې جوړوي، چې په هغو خپرونو کې د افغاني فرهنګ نښه هم نه ښکاري او د نورو فرهنګونو ډرامې او فلمونه خپروي، چې دا ټول د نورو د فرهنګونو د دودېدو لامل شوي.
په هېواد کې د نورو د فرهنګونو دودېدل زموږ خپل فرهنګ ته لوی زیان دی او زموږ د خپلو دودونو او فرهنګ د له منځه تللو لامل کېږي او پردی فرهنګ زموږ د فرهنګ ځای نیسي. که مو ژبه د نورو له ژبې څخه اغېزمنه شي، د ژبې د خرابېدو او خپلو لغتو د له منځه تلو لامل کېږي، که د جامو په برخه کې له نورو تقلید وکړو دا مو هم د دین او هم د فرهنګ خلاف دی او د خپلو افغاني جامو د ارزښت کمول دي. اوس افغانې نجونې له نورو هېوادونو څخه په تقلید داسې جامې اغوندي، چې د ښکلا او زینت له مخې هم ښې نه برېښي او زموږ د دین او فرهنګ خلاف هم دي، چې دا په ټولنه کې د حساسیتونو لامل هم کېږي.
همداسې که فلم او سریال د پردو وکتل شي، د خپلې سینما ارزښت مو لا پسې کمېږي. که د خپل هیواد د کم کفیت تولیداتو ته ارزښت ورکړو او ټول استفاده ځنې واخلي، په دې سره به تولیدونکي تشویق شي او ورو ورو به مو په هره برخه کې تولیدات زیات او ښه شي او کیفیت به یې هم لوړ شي، که هغه هر څه وي. نو دا اړینه ده چې خپل فرهنګ وساتو او د له منځه تلو مخنیوی یې وکړو. سربېره پر دې دا مو هم دنده ده، چې د نورو د فرهنګ له دودولو څخه هم په هیواد کې مخنیوی وکړو. تر کومه چې زه وینم، زموږ ځوان نسل ډېر د نورو له فرهنګ څخه اغېزمن دی او پردی فرهنګ یې د خپل فرهنګ پر ځای منلی. دې ته باید د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم پاملرنه وکړي او په هیواد کې د پردي فرهنګ د دودېدو مخنیوی وکړي.