د فرانسې ولسمشر مکرون په څپېړې وهلو ګڼ غبرګونونه را پارولې

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د خپل هېواد سویل ته د یوه رسمي سفر پر مهال د یو نا معلوم کس له لورې په مخ په څپېړه وهل شوی دی.

پر ټولنېزو رسنیو خپور شوې دغه یډيويي کلیپ کې ښکاري، چې په شنه رنګه کمېس کې یو سړی راځي او ښاغلی مکرون په څپېړه وهي.

له دغې پیښې وروسته امنیتي کسان ولسمشر مکرون له هغه ځایه وباسي.

ویل کېږي چې د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.

فرانسوي خبریالانو په ټویټر پیغامونو کې لیکلي چې د والینسي ښار په لارو کوڅو کې له پېښې وروسته ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه لیدل شوي دي.

راپورونو کې ویل شوي بریدګر سړي د ښاغلي مکرون د وهلو پر مهال چیغه کړه‌ ‘مړ دې وي مکرون ایزم

ښاغلی مکرون په ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي چې یوه شېبه شاته ستنېږي، خو وروسته د خلکو له ګڼې ګوڼې سره یو ځای کېږي.

د اې ایف پي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي، له یوه ځايي چارواکي او یوه بل کس نه دې لړ کې پوښتنې ګروېږنې شوې، خو تر اوسه د پېښې انګېزې په هکله څه نه دي ویل شوي.

د فرانسې ګڼو سیاستوالو دا پېښه غندلې ده.

د فرانسې لومړي وزیر جین کاستیکس له دې پېښې لږ وروسته ملي اسمبلۍ ته وویل، د دیموکراسۍ مانا بحث او د قانون په دایره کې دننه اختلاف دي ‘په هېڅ صورت یې مانا تاوتریخوالی، لفظي شخړه یا حد اقل فزیکي برید نه شي کېدای.

ولسمشر مکرون همدا اوس د فرانسې بېلا بېلو سیمو ته په رسمي سفر وتلی او له دې پېښې وروسته چارواکو ویلي، په هېواد کې دننه به د نوموړي سفرونه دوام وکړي.

ولسمشر مکرون دا سفر داسې مهال پیل کړی، چې له اووه میاشتیني ځنډ وروسته د دغه هېواد رستورانونه د خلکو پر مخ پرانیستل کېږي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي