له خپلې ۱۳ کلنې لور سره څه ډول چلند وکړو؟

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

کېدای شي دې ته مو پام شوی وي، چې ۱۳ کلنې لور مو ډېر بدلون کړی وي، داسې لکه چې لور مو هغه پخوانۍ لور نه وي او يا کوم بل کس د خپلې لور په څېره کې وينئ.

په دې دورې کې اړینه ده چې تاسو خپل چلند ته پام وکړئ ځکه په دې عمر کې ستاسو لور هغه ډول روزل کېږي څنګه چې تاسو ورسره چلند کوئ. نو ښه ده چې له خپلې لور سره ښه او وړ رویه وکړئ تر څو وکولای شي چې ټولنې ته يو ښه او مهربانه نجلۍ ډالۍ کړئ.

په ډېريو کورنيو کې مور او پلار د خپلې لور د ناڅاپي بدلونونو له امله حیرانېږي او نه پوهېږي چې د خپلې ۱۳ کلنې لور سره څه ډول چلند وکړي او څه ډول د هغې تمې پوره کړي.

که تاسو هم له دغې ډلې کورنۍ څخه ياست چې نه پوهېږئ خپلې ۱۳ کلنې لور سره څه ډول چلند وکړئ، اندېښنه مه کوئ! موږ په نننۍ لیکنه کې تاسو ته په دې اړه معلومات درکوو.

لکه څنګه چې د ۱۳ کلنۍ عمر د يوه هلک په ژوند کې اړين کال دی، د يوې نجلۍ په ژوند کې هم ډېر اړین کال دی او په دې عمر کې نجونې هم ډېرې حساسې وي.

لومړی: د هغې لپاره یوه ښه الګو و اوسئ!

که تاسو په دوامداره توګه له خپلې څېرې او اندام نه ګيله کوئ لور مو تاسو ته ګوري او ستاسو کړنې زده کوي، د وخت په تېرېدو سره هغه هم ستاسو په څېر کړنې ترسره کوي او له خپلې څېرې او اندام نه ګيلې کوي.

تاسو باید د خپلې لور لپاره ځان ته یو غوره شخصیت وټاکئ او داسې مثبتې کړنې ترسره کړئ، چې لور مو هم له تاسو نه دغه کړنې زده کړي او په عمل کې یې وکاروي. خپلې لور ته دا ور زده کړئ چې د روغ بدن او روغ فکر درلودل د لږ وزن د درلودلو په پرتله غوره دي.

دویم: مه پرېږدئ چې ډېر له برقي وسایلو څخه کار واخلي!

۱۳ کلنې نجونې نه باید له ۲ ساعتونو نه ډېر له الکټرونیکي وسایلو نه ګټه واخلي. د دې پر ځای چې هغوی ټوله ورځ په الکټرونیکي وسایلو کې بوختې وي او خپل وخت بې ځایه تېر کړي ښه ده چې، د هغوی لپاره مناسبې ملګرې چې د هغې د پرمختګ لامل کېږي پيدا کړي.

خپلې لور ته اجازه ورکړئ چې په ټولنې کې ژوند وکړي او خپل ډېری وخت له خپلو ملګرو سره تېر کړي خو په هر حال کې په هغې پام کوئ چې ستاسو د غوښتنې خلاف کومه کړنه ترسره نه کړي.

درېیم: د يوې ملګرې په شان ورسره چلند وکړئ!

د نجونو لپاره تر ټولو غوره چلند هغه چلند دی، چې هغه یې له خپلو ملګرو سره کوي. که تاسو له خپلې ۱۳ کلنې لور سره داسې رویه وکړئ چې، هغه پکې د مینې او صمیمیت احساس وکړي هغه به هېڅکله ستاسو د غوښتنې پر خلاف کومه کړنه ترسره نه کړي ځکه چې نجونې مینې ته اړتیا لري او که دا مینه د هغې د کورنۍ له خوا ورته ورکړل شي هغه به هېڅکله له پردیو نه د مینې غوښتنه ونه کړي.

څلورم: د هغې ستونزو ته غوږ شئ!

د خپلې ۱۳ کلنې لور ستونزو ته غوږ شئ، له هغې سره همغږي واوسئ، مه پرېږدئ چې هغه د يوازېتوب احساس وکړي، په هر حالت کې له هغې نه ملاتړ وکړئ. پرته له دې چې هغه ورټئ د هغې ستونزې ورته حل کړئ او هغې ته سالمې مشورې ورکړئ، تر څو په راتلونکي کې هغه خپله هره ستونزه تاسو ته پرته له کومې وېرې نه ووايي او دې ته اړ نه شي چې خپلې ستونزې له کوره بهر نورو ته ووايي او يا یې پر نورو حل کړي.

پینځم: له هغې سره د اړیکې لپاره له نويو لارو ګټه واخلئ!

هېڅکله له خپلې ۱۳ کلنې لور نه داسې څېړنې مه کوئ، چې هغه داسې احساس وکړي چې تاسو هغه رټئ. له هغې سره د خبرو کولو لپاره له داسې لارو نه ګټه واخلئ چې هغه د هېڅ ډول څېړنې احساس ونه کړي.

د بېلګې په توګه کوم کارونه مو چې د ورځې په لړ کې ترسره کړي دي د هغو کړنو کيسه ورته وکړئ، دا کار د دې لامل کېږي چې هغه هم خپلې ورځنۍ چارې او دا چې د ورځې په اوږدو کې یې کوم کارونه ترسره کړي دي، تاسو ته یې ووايي.

د دې کړنې ګټه دا ده چې تاسو په اسانۍ سره د هغې ژوند ته دننه کېدلای شئ، د هغې ستونزې پيدا کولای شئ او پرته له کوم ځنډ نه یې ورته حلولای شئ.

شپږم: له هغې سره د خبرو کولو لپاره وړ ځای پیدا کړئ!

په معمولي ډول نجونې له خپلې موږ سره د کور په کارونو کې مرسته کوي او يا د کور د کار پر مهال په هغه ځای کې اوسېږي چېرته چې یې مور وي. دا موقع تاسو لپاره د سرو زرو موقع ده او کولای شئ چې د پخلي او يا جارو کولو پر مهال خپله لور په خبرو راولئ او د هغې د ژوند د ستونزو او کړاوونو په اړه پوه شئ.

په دې وخت کې تاسو کولای شئ هغې ته د ژوند کولو اړينې لارې چارې ور وپېژنئ او نصیحت ورته وکړئ. داسې به هم ستاسو لور د نصیحت د اورېدلو بد احساس ونه کړي او هم به په خپل ژوند کې مثبت بدلونونه راوړي.

اووم: د خپلې لور پوښتنو ته ځواب ورکړئ!

د نجونو عادت دی چې هر کله په پرله پسې توګه پوښتنې کوي، ان کېدای شي ډېرې پوښتنې په پر له پسې توګه وکړي او يا پوښتنه یې تکراري وي خو تاسو له پوره حوصلې سره د هغې پوښتنې ته ځواب ورکړئ او خپلې ټولې بوختیاوې پرېږدئ.

ستاسو دا کړنه د دې لامل کېږي چې هغه د ژوند په اړه په ډېرو شيانو پوه شي او د خپل ژوند کړنې په سمه توګه تنظیم کړي.

اتم: هغې ته غوږ شئ!

کله چې ستاسو لور غږېده د هغې خبرو ته په دقت سره غوږ شئ، ان که د يوې عادي مسالې په اړه هم غږېده، هغې ته غوږ شئ او دا احساس ورکړئ چې د هغې خبرې ارزښتناکې دي. ستاسو دا کړنه به هغې ته دا احساس ورکړي چې هغه هم د ټولنې يوه برخه ده او خبرې یې ارزښت لري.

په پای کې د دې یادول اړين بولم چې د خپلو لوڼو او زامنو ترمنځ هېڅکله په ځانګړي ډول د ۱۳ کلنۍ عمر پر مهال کله چې ستاسو لوڼې د پېغلتوب لومړنی کال پيلوي، توپیر مه کوئ. ځکه چې نجونې په دې عمر کې ډېری حساسې وي او کېدای شي چې ستاسو دا کړنه د هغوی د زړه د ماتیدلو لامل شي.