خلیلزاد: هڅه کوو مستقل، ولسواک او سوله ییز افغانستان رامنځته کړو

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

کابل ته د زلمي خلیلزاد په مشرۍ راغلي امریکایي پلاوي له افغانستان سره د پراختیایي، سیاسي، ډیپلوماټیکو، امنیتي او اقتصادي اړیکو پر دوام ټینګار کړی دی.

له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا بین الوزارتي پلاوي نن له ولسمشر غني سره په ارګ کې کتلي دي.

خبرپاڼه وایي، امریکایي پلاوي په دغه لیدنه کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هر کال د یاد هیواد د ۳،۳ میلیارد ډالرو مرستې پر دوام د ټینګار ترڅنګ، له افغانستان څخه د امریکا د هر اخیز ملاتړ ژمنه یو ځل بیا تکرار کړې ده.

د خبرپاڼې په خبره، یاد پلاوي دغه راز زیاته کړې، مطلوبې موخې ته د رسېدو په خاطر چې مستقل، متحد، بې پرې، ولسواک او سوله ییز افغانستان دی هڅه کوي، څو د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې خوندي او پیاوړې شي.

د یادونې ده چې زلمي خلیلزاد نن په کابل کې د ملي مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې ویلي چې امریکا به له ترهګرۍ سره د مبارزې، د افغان ملي امنیتي ځواکونو او د افغانستان اقتصادي ملاتړ ته دوام ورکړي.

خلیلزاد څرګنده کړې چې دوی د سولې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړتیا لپاره کار کوي خو د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کوي چې تاوتریخوالی کم او د خبرو اترو له لارې خپلو موخو ته د رسیدګي هڅه وکړي.

نوموړي دغه راز د افغان سیاستوالو پر یو موټي کېدو هم خوښي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی دی چې په خپل یووالي سره دې د مذاکراتو پر مېز د افغانستان اسلامي جمهوریت موقف پیاوړی کړي څو په دې سره دغه هېواد تلپاتې سولې ته ورسېږي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي