د پوستکي د وچوالي او د پوستکي د اوبو د کمښت ترمنځ توپیر

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
لیکنه او راټولونه: عایشه حیدري

د هوا له ګرمېدو سره د ډېریو خلکو د د بدن پوستکی هم له وچوالي سره مخ کېږي او انسان له ډېرو ستونزو سره مخ کوي.

ډېری خلک داسې ګمان کوي چې د پوستکي وچوالي او د پوستکي د اوبو کمښت يو ډول ستونزې دي او په يوې بڼه د دواړو درملنه کوي، خو موږ باید ووايو چې دا دواړه ستونزې سره توپیر لري او د دغو بېلو ستونزو لپاره باید له بېلو درملنو نه ګټه واخيستل شي، په نننۍ لیکنه کې غواړم تاسو ته د پوستکي وچوالی او د پوستکي د اوبو کمښت در وپېژنم او ترمنځ یې توپیرونه تشريح کړم، ملتیا مې وکړئ!

لومړی: د پوستکي وچوالی

د پوستکي وچوالي په بدن کې د غوړ د کمښت له امله رامنځته کېږي او کله چې د انسان د بدن غوړ کم وي د انسان پر پوستکي اغېز ښندي او د پوستکي د وچوالي لامل کېږي.

د انسان پوستکی يوه نازکه او غوړه پرده پوښوي چې دغې پردې ته سبوم ويل کېږي. دا پرده د پوستکي له دننه نه د غوړيو له غدې نه ترشح کېږي.

د سبوم دنده دا ده چې د پوستکي پر مخ د زیان رسونکو مېکروبونو له ودې نه مخنیوی وکړي خو همدا سبوم بیا د پوستکي د تودوخي د کچې له ښکته والي نه هم مخنیوی کوي.

د ځینو کسانو پوستکی د ارثي لاملونو له امله او يا د سن د لوړوالي له امله او همدارنګه د هوا د حالاتو او اوبو امله لږ غوړ لري له همدې امله دې ډول کسانو ته ويل کېږي، چې پوستکی یې وچ دی.

دویم: د پوستکي د اوبو کمښت

کله چې د انسان د بدن په نسجونو کې اوبه کمې شي، ټول بدن د اوبو له کمښت سره مخ کېږي او د پوستکي د وچېدو او يا د اوبو د کمښت لامل کېږي.

کله چې د پوستکي پر مخ د تودوخي کچه ښکته راشي د پوستکي د اوبو د کمښت لامل کېږي. د پوستکي دا ډول ستونزه يوه لنډ مهاله ستونزه ده او هر کله چې د بدن د اوبو کچه پوره شي د پوستکي وچوالی هم له منځه ځي.

درېیم: د پوستکي د وچوالي او د اوبو د کمښت ترمنځ توپیر

د پوستکي د وچوالي او د پوستکي د اوبو د کمښت توپیر په دې کې دی چې د پوستکي وچوالی د انسان د بدن باندې ستونزو له امله رامنځته کېږي د بېلګې په توګه د هوا د حالاتو بدلون د پوستکي د وچوالي لامل کېږي، خو د پوستکي د اوبو کمښت د بدن دننه د ستونزو له امله رامنځته کېږي د بېلګې په ډول په بدن کې د اوبو کمښت او یا په ورځني ژوند کې په ټاکلې کچه د مایعاتو نه څښل د پوستکي د اوبو د کمښت لامل کېږي.

بل توپیر یې دا دی چې د پوستکي وچوالي لنډ مهاله ستونزه نه ده، د بېلګې په توګه که چېرې یو څوک د ارثي لاملونو له امله وچ پوستکی ولري په اسانۍ سره یې درملنه نه کېږي او هغه مجبور دی چې د عمر تر پایه له درملو او کريمونو څخه ګټه واخلي، خو د پوستکي د اوبو د کمښت ستونزه يوه لنډ مهاله ستونزه ده او د اوبو او نورو مایعاتو په څښلو سره یې درملنه کېږي.

د لیکنې په پای کې باید یادونه وکړم چې د پوستکي وچوالي او د پوستکي د اوبو کمښت د درملنې وړ ستونزې دي او د دوامدارو هڅو په پای کې له منځه تللی شي. خو پام مو وي که چېرې د پوستکي د وچوالي ستونزه مو جدي وي ارومرو بايد ډاکټر ته ولاړ شئ او د يوه ځانګړي ډاکټر تر درملنې لاندې واوسئ.