ژباړه
مهمه نه ده چې تاسو په رښتیا هم انځور اخیستونکی یاست که نه، دې لیکنه کې موږ د سمې او حرفهيي عکاسۍ لس لارې چارې درښییو چې مرسته درسره کوي.
۱-کمره باید ونه ښوري:
کله چې کمره وښوري، انځور تار تار/ پیکه ښکاري. د دې لپاره چې ونه ښوري، کمره په دواړو لاسونو ونیسئ. یو لاس له کمرې تاو کړئ، په بل یې لېنز ونیسئ. د احتیاط په پار چې کمره ونه لوېږي، ځان ته یې نږدې ونیسئ. که تاسو سهپایه نه لرئ او غواړئ چې کمره مو لاس کې وي، باید شاټري چټکوالی وکاروئ چې د لېنز واټن مو مناسب شي. که د شاټر چټکوالی ډېر ټيټ وي، ستاسو هر ډول خوځښت عکس خرابولی شي.
مثلا: که تاسو ۱۰۰ ملي متري لېنز کاروئ، ستاسو شاټري چټکوالی باید له ۱۰۰/۱ ثانیې څخه کم نه وي. بیا هم که شوني و، مونوپاډ وکاروئ.
۲-رڼا خپروونکی/ورکوونکی مثلث وکاروئ:
که تاسو غواړئ چې ستاسو عکس روڼ راشي او د(EXPOSURE) له پلوه خورا ښه وي؛ نو باید دا درې اصول پلي کړئ: دیافراګم، شاټري چټکوالی، ایزو (ISO ).
د دې درېواړو ترمنځ په اړیکه او کارونه باید پوه شئ. کله چې غواړئ دغه درېواړه وکاروئ، حداقل باید یو له دغو څخه تنظیم کړئ.
کله چې خپلسري حالت(AUTO MODE) کاروئ، دا درېواړه حالتونه په خپل سر فعالېږي؛ خو خپلسري حالت کې یوه ستونزه دا ده چې کېدی شي کوم ځلي عکس ستاسو په خوښه رانه شي او خراب شي. ښه دا ده چې تاسو له خپلسري حالته سېوا عکاسي/انځور کښنه زده کړئ او په ( MANUAL MODE) کې انځور واخلئ.
۳-( POLARISER) فېلټر وکاروئ:
که تاسو یوازې د یوه فېلټر پېرلو وس لرئ؛ نو پولرایز فېلټر واخلئ؛ ځکه دا ډول فېلټر تاسو دا موقع درکوي چې ( TTL) نورسنج وکاروئ.
دا فلېټر د هغو وړانګو او رڼاوو له انعکاس څخه مخنیوی کوي چې د اوبو، ښيښې او وسپنې/فلز له سطحې پورته کېږي. د اسمان، اوبو او پاڼو رنګ ښکلی کوي. بل دا چې ستاسو لېنز هم ساتي.
۴-انځورونو کې مو د ژوروالي حس رامنځته کړئ:
دا په دې مانا چې کله مو د منظرې عکس اخیسته، د ژورالي حس ځکه پکې رامنځته کړئ چې انځور مو زړهراښکونکی راشي. لیدونکی داسې حس کړي چې هملته دی. د پانورما انځور اخیستنې په پار وایډ لېنز وکاروئ. که غواړئ چې بکګروڼد او مخکنۍ صفحه ولرئ، ۱۶/F یا تر دې زیاته اندازه دیافراګم تنظیم کړئ. که چېرې په یوه تړلې فضا کې انځور اخلئ، د انځور د جذابیت په پار بک دراپونه او فون عکاسي وکاروئ.
کله چې له کم شاټري چټکوالي څخه ګټه اخلئ، باید پام مو وي چې لاس مو ونه رېږدي. که بیا هم امکان و، مونوپاډ ولرئ.
۵-بګرونډ کې پیکه رنګونه وکاروئ:
که چېرې تاسو د چا عکس اخیسته، په شاتنۍ صفحه یا بګروڼد کې پیکه او خړ رنګونه وکاروئ چې د لیدونکي پام شاتنۍ صفحې ته نه، انسان/ بل هر څه ته واوړي.
۶-د کمرې دنننی/داخلي فلش مه کاروئ:
د کمرې دنننی فلش ستاسو انځور خرابوي. خصوصا هغه انځورونه چې په تړلي/پټ ځای کې اخیستل شوي وي. د دې لپاره چې په سرپټي ځای کې روښانه عکس واخلئ، څو لارې شته چې یوه یې دا ده:
لومړی ( ایزو) بټنه کېکاږئ. که د ایزو اندازه له ۸۰۰ تر ۱۶۰۰ پورې وي، د کمرې شاټري چټکوالی مو باید زیات وي. تر دې وروسته تر ټولو پراخ/زیات دیافراګم وکاروئ. په دې سره مو د کمرې سنسور ته ډېر نور رسېږي. که تاسو غواړئ چې حتما فلش وکاروئ، اکسټرنال فلش واخلئ. داسې فلش چې سر یې ښورول کېږي، څو وکولی شئ هرې خواته یې واړوئ.
۷-مناسبه ایزو وکاروئ:
که چېرې تاسو په داسې ځای کې عکس اخلئ چې تیاره دی، د ایزو تر ټولو لوړه درجه وکاروئ. مثلا له ۴۰۰ تر ۳۲۰۰ پورې وي. په دې سره ډېره رڼا کمرې ته ورځي او انځور مو ښایسته کېږي. په لمرینو ورځو کې د ایزو کچه ۱۰۰ ټاکئ؛ ځکه په دې وخت کې د چاپېريال رڼا زیاته وي.
۸- په خوځنده انځور اخیستنه کې( پنینګ) تخنیک وکاروئ:
که غواړئ د حرکت په حال کې له څه/ چا عکس واخلئ، (PANNING) وکاروئ. د دې تخنیک د کارونې په موخه د شاټر چټکوالی له نارمل حالته دوه(STOP) ټيټ وټاکئ؛ مثلا: د ۲۵۰/۱ پر ځای ۶۰/۱ وکاروئ. کمره د سوژې( کس/څيز) خواته واړوئ، د هغه له حرکت سره سم، د همغه په سرعت باندې د هغه په جهت کمره ورسره وخوځوئ. پر همدې مهال شاټر بټنه هم کېکاږئ.
د لړزې/ ښورېدو د مخنیوي په پار مونوپاډ وکاروئ.
۹-د بېلابېلو شاټرونو(SHUTER) چټکوالی وازمایئ:
وېره مه ترې لرئ، د بېلابېلو شاټرونو سرعت وکاروئ. په شپه کې د عکاسۍ پر مهال سهپایه او ۴ثانیهيي شاټر وکاروئ. تاسو به ووینئ چې د نور/رڼا حرکت ستاسو په کمره کې ثبت شوی دی. که چېرې تېز/چټک شاټر لکه ۲۵/۱ وکاروئ، نور/رڼا په عکس کې واضح او سمه نه ښکاري؛ خو د سوژې حرکت مو بیخي سم ثبتېږي.
هڅه وکړئ بېلابېل ترکبیونه وکاروئ؛ لکه سوژه او تر شا یې بکګرونډ کې د سیند څپې، خلک او پلی تګ یې، موټرونه د حرکت پر مهال….
۱۰- د عکاسۍ درېیمه برخه قانون:
دا قانون تاسو سره مرسته کوي چې ډېر زبردست عکس واخلئ. که غواړئ داسې عکس واخلئ چې خلک ورته هک پک شي، دا قانون وکاروئ. دا یو ډول ترکیبي قانون دی. مثلا تاسو یو عکس پر څلورو فرضي کرښو ( دوه افقي، دوه عمودي) مربعيي ډوله ووېشئ. ځينې عکسونه هغه وخت ښکلي برېښي چې اصلي ټکی د مرکزي مربعې په منځ کې راشي. کانوني/اصلي ټکی په عکاسۍ کې د عکس د اصلي سوژې یوه برخه او هغه ځای دی چې لیدونکی تر ټولو دمخه ورته متوجه کېږي؛ خو د کانوني ټکي یا سوژې راوړل تر مرکزي مربعې دباندې د کرښو د تقاطع په سیمه کې، ډېر غوره او خوندوره انځور جوړوي. دا ډول عکسونه چې د عکاسۍ یو پر درې قانون پکې کارول شوی وي، دېر حیرانوونکی وي.