افغاني په تېره بیا پښتنه ټولنه تل د ناوړه دودونو ښکار شوې، چې دغه ډول بد دودونه زياتره وخت په لرې پرتو سيمو کې ليدل شوي دي.
په ماشومتوب کې د پېغلو نجونو بدو کې ورکول، کونډې بې خوښې نکاح کول، تعليم ته نجونې نه پرېښودل هغه عوامل دي چې ټولنه د خورا کشالو زېږنده ګرځي.
موږ غواړو دلته د جنګ په هغو پرځېدلېو کورنيو وغږيږو چې کله دوی په دښمنۍ اوړي د مخالف لوري، لور يا خور د غچ اخيستلو لپاره ترې قلنګ اخلي.
افغاني ټولنه کې مو لیدلي چې د پښتو او غيرت له کلمې ناوړه استفاده شوې او کېږي، کله چې په يوه موضوع د دوه کورنيو لانجه راځي په ځای د دې چې د خبرو له لارې يې هواره کړي، د ټوپک له لارې مخ ته ځي. جوته ده چې پایله یې ناوړه برخلیک له ځانه سره لري.
چې اکثريت پېښې د اوبو، ځمکې، قرضونو … پر سر رامنځته شوي دي.
کله چې د يوې کورنۍ غړی د بلې کورنۍ څخه څوک ووژني، نو د قاتل کورنۍ د مقتول کورنۍ ته د جرګې د پرېکړې پر اساس خپله لور يا خور ورکوي او ځيني کورنۍ بيا د غچ اخيستلو په خاطر داسې خلکو ته خپله خور او لور ورکوي یا دا چې د هغې کورنۍ يو غړی ووژني او په دې ډول غچ واخلي.
ناديه: چې د ننګر هار اوسېدونکې ده د خپلو سترګو ليدلی حال وايي:
“د خاله لېور مې يو کليوال وواژه چې د ځمکې پر سر يې لانجه وه. د وژل شوي شخص کورنۍ خپله لور کوچيانو ته ورکړه.
تر څو قاتل وژني او په دې ډول غچ واخلي. کوچيانو هم زما د خاله خاوند ووژلو، تر دې چې وروسته یې زما خاله بل لېور ته په نکاح کړه او تر دې دمه ډېر تريخ ژوند لري”
پرته له دې مو ډېری داسې کورنۍ ليدلي چې په وړه خبره قتل ته سره رسېږي او په منځ کې هغه بې وسه بې کسه نجونې قرباني ورکوي چې په دې پېښو کې په بشپړه توګه بې ګناه او هېڅ د خپل حق څخه دفاع کولای نشي.
دوې اکثریت د لرې پرتو سیمو هغه کورنۍ دي چې د علم له رڼا بې برخې د ناپوهۍ او جهالت په اوج کې ءوند کوي. کوم هېواد چې د مخته تګ مدار و عصري فکر ونه لري ناشوني ده چې ورغېږي.
بې بنسټه روایتونه، د پېغلو او ځوانانو احساساتو ته نه درناوی ـ مړ ضمیر او کلاسیک افکار په عصري کهول/ کورنیو تطبیقول د لا ډېرو ناخوالو سرچینه کېدلای شي
اړينه ده چې د حکومت، ترڅنګ د ممبر ملا، هم د دغه ډول ناوړه رواجونو د مخنيوي لپاره هڅې وکړي. چې د نجونو څخه له ناوړه استفادې لاس په سر شي.