په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په افغانستان کې د روانو جګړو او تاوتریخوالي له امله د ملکي وګړو پر تلفاتو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د روانې اوونۍ په تېرو درې ورځو کې په هلمند، کندهار، ارزګان، سرپل، پروان او کاپیسا ولایتونو کې د جګړو له امله ۲۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي.
راپور کې افغان امنیتي ځواکونه او طالبان دواړه د ملکي وګړو پر وژنه تورن شوي او زیاته شوې چې د سولې خبرو سره هممهاله د تاوتریخوالي لوړه کچه د منلو نه ده او ښکېل اړخونه باید د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
بلخوا استرالیا وایي په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ډېرېدو په اړه اندېښنه لري.
د استرالیا د دفاعي ځواکونو قومندان جنرال آنګوس کمپبل ددغه هېواد د پارلمان په استماعیه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي دوی تمه لرله چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به په افغانستان کې جګړې او تاوتریخوالی کم شي، خو په وینا یې اوس خبره برعکس ښکاري.
کمپبل وایي ددې احتمال شته چې د سرتېرو تر ایستلو وروسته طالبان تاوتریخوالی ډېر کړي او په دغه هېواد کې جګړې زور واخلي.
نوموړي همدا راز په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه ویلي، چې استرالیا په افغانستان کې اغېزناک ماموریت ترسره کړی دی، خو د ځانګړو ځواکونو یوې وړې ډلې جنګي جنایتونه کړي چې د حکومت د عدلي او قضايي ارګانونو ترکلکې څارنې او پلټنې لاندې دي.
نوموړي داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې تازه استرالیا په افغانستان کې د خپل سفارت د تړلو اعلان هم کړی دی او ددې پرېکړې لامل یې دلته د امنیتي ستونزو ډېرېدل یاد کړي دي.
د یادونې ده چې نن د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) په افغانستان کې د روانې اوږدې جګړې له امله د بې ځایه شویو کورنیو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.
یادې ادارې پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې د بې ځایه شویو افغانانو او د هغوی له کورنیو سره د ملاتړ لپاره نویو ژمنو ته اړتیا ده.
دغې ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې له میلیونونو افغانانو سره چې خپلې راتلونکې ته اندېښنه لري او هم له هغو هېوادونو سره چې د څه باندې څلورو لسیزو جګړو په ترڅ کې یې بې ځایه شویو افغانانو ته خوندي ځای برابر کړی دی ورسره پیوستون اعلان کړي او اړینې مرستې ورسره وکړي.
د دغې ادارې د اسیا برخې مشر اندریکا راتواتي ویلي، دغه اداره او نړیواله ټوله باید تر بل هر وخت ډېر اوس له بې ځایه شویو افغانانو سره چې د جګړې قربانیان دي ودرېږي او هغوی ته ډاډ ورکړي چې د دوی نه هېرېږي.