د نړۍ لومړی هېواد چې ټول وګړي یې د کرونا ضد واکسین شو!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
خبر: حماد هلال

د الجزیرې یو ریپورټ له مخې، د نائور هېواد چې یو کوچنی ټاپو دی او ارام په سمندر کې موقیعیت لري، د خپل ټول نفوس په واکسین کولو سره د واکسین کولو نړۍ وال ریکارډ جوړ کړ.

د ناورو ټاپو جمهوریت ۲۱ کیلو متره مربع مساحت او ۱۲ زره وګړي لري. د دې هېواد ټولو بالغو وګړو، د کرونا ضد واکسینو لومړی مرحله ترلاسه کړې.

د المان د ویچې وله ویب سایټ خپور شوي راپور له مخې په یوه میاشت کې ۷۳۹۲ د نائور هېواد اوسیدونکو د واکسین لومړۍ مرحله ترلاسه کړې، چې په دې کې  ۸ سلنه بهرنیایان هم دي.

د نائوار هېواد د خپلو خلکو واکسین کولو لپاره د کرونا  ضد د استرازینکا واکسینو څخه ګټه واخیستله، چې د کواکس نړۍ والې برنامې له طریقه یې ترلاسه کړي. د کواکس برنامه د روغتیا نړۍ وال سازمان لخوا جوړه شوې، چې د نړۍ ټول هېوادونه د فقیرو په ګډون وشي کولی د کرونا ضد واکسینو ته لاسرسی ولري.

د نائور دولت په خپلې یوې اغلامیې کې د کرونا ضد ټولو کاري ډلو څخه مننه وکړه، چې د دې جزیرې خوندې پاتې کېدو کې یی مرسته کړې وه.

د دې ټيم رئیس کرین کیکی ټینګار وکړ، چې د نړۍ په دې ټاپو کې دا هېواد کولی شي د کرونا ضد مناسبو واکسینو په ترلاسه کولو د دې ویروس په وړاندې له خپلو خلکو ساتنه وکړي.

د دې هېواد لوړ پوړو مقاماتو ټینګار وکړ، چې په دې سیمو کې به د کرونا ټیسټونه هم ترسره کړي.

د کرونا ضد کاري ډلې مشر ویلي: د هر راتلوونکي مسافر په داخلیدو سره جزېرې ته د کرونا ویروس د راتللو خطر شتون لري.

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.