د افغانستان بیلابیل اختریز دودونه

افغانستان د هغه هېوادونو څخه دی، چې وګړي يې وخت نا وخت په بېلابېلو نومونو ميلې جوړوي او خوشالي لمانځي.

د افغانستان جغرافيي حالت ته په کتو سره، د ميلو موسمي وختونه او حالتونه لري، په بېلا بېلو موسمونو کې مو خلک بېلابېلې ميلې جوړوي لکه پسرلي کې د نوروز ميله اؤ داسې نورې…
د اسلام د نزول وروسته زموږ په هېواد کي دوه نور جشنونه (کوچينی او لوی اختر) هم اضافه شوو چې دا يوه الهي ډالۍ وه.

په لومړيو وختونو کي اخترونه په ډير تود ډول لماځل کيدل،
افعانان هغه خلک وو، چي د روژي په نيولو کي به يې هيڅ ډول لټي نه کوله حتي د سفر په وخت کي يې هم روژه نه خوړله، کله چي به روژه پر خلاصېدو شوه دوی به کوچني اختر ته زښت ډير خوشاله وو، د اختر په شپه به په کليو کي خاص کسان، چي غټي او تيزي سترګي به يې وي، دغه کسان به يې د دې دپاره کينول تر څو مياشت وويني، چي مياشت به وليدل شوه او ماشومانو به د لرګيو کوټي ته اور وراچوه، دا کوټه به دوی څو شپي مخکي د يو جګي غونډۍ پر سر جوړه کړي وه. همداسي نورو کليو به هم چي مياشت وليدله خپلې د لرګيو جوړي شوي کوټې به يې وسوځولې، دوه دري ځايه چي به مياشت وليدل شوه دې ته به يې تواتر وايه، دا په دې معني وه چي نور به نو ټولو کليو خپلي د لرګيو جوړي شوي کوټې سوځولې د اور لمبو به يوه لويه سيمه رڼا کړه په همدې رڼاګانو کي به خوښي او خوشالي لمانځل کېدله.

د کوچينيانو سدره ټولول بيا يو بل اختريز دود ؤ، ډيری کوچنيان چي د يو سرکس غوندي څيره به يې هم جوړه کړې وه، پر کورونو ګرځېدل، اوړه، غوړي او نور خوراکي مواد به يې د کلي له کورونو ټولول، پدي ترڅ کې به يې خوږي فولکلوري او خندوونکې سندرې ويلې او وروسته به يې پر ټولو راټولو شوو شيانو يو ځاي ميله کوله.

د اختر په شپه به کوچنيانو او ډيری ځوانانو خپل لاسونه په نکريزو سره کول سهار د وخته به ټولو نوي کالي اغوستل او جوماتونو ته به تلل د ځانونو سره به يې چاي، کوچ، پيروی، بوسراغي او نور تيار شوي شيان جومات ته راوړل، په ګډه به يې نوش جان کړل بيا به يې يو بل په مينه په غيږ کي سره نيول او د اختر مبارکياني به يې سره ورکولې.

د اخترونو د دريو شپو لپاره به بېلابېل کورونه ټاکل شوي وو او ټولو کليوالو به يو ځاي ډوډۍ سره خوړله خپل راز، راز خواړه به يې سره شريکول، پدي ډول به د اختر خوښۍ ټولو کورونو سره شريکيدلي او د شتمن او نيستمن توپير به د منځه وړل کيده.

په غرمه کي به کوچنيانو دسمالونه په غاړه کور پر کور به ګرځيدل، د کور ميرمنو به د مخکي نه ايشولې هګۍ، د بادامو مغز، ميوې او نينې ورته تيار کړي وو، دا به پر ټولو ويشل کيدل په دسمال کي به وراچول کيدل په پاي کي به ټول ډک دسمالونه کورونو ته ستنيدل.

د ورځې به بيا د ځوانانو ميلي وې اتڼونه به وو، سانګه به وهل کيده، غيږي به نيول کيدلې او نوري راز راز لوبي به تر سره کيدلې.

د اختر دويمه به د پيغلو نجونو د ميلې ورځ وه دوې به په يو ليري ځای کي خوښي لمانځله، ټالونه به وو، سندرې به وي او نوري لوبي…
په همدې ډول به اختر په ژوند کي يو يادګار پاتي کيده، او نورو اخترونو ته به ټولو په بي صبرۍ سره انتظار کاوه.
خو اوس حالات بدل شوي، وختونه تير شوي، ژوند سخت شوي، هره ورځ جنګ دی، وژني دي، ويني بهيږي، سرونه پرې کيږي، ژوند اخيستل کيږي، پداسي حالت کي بيا هم زموږ هيوادوال اخترونه په ښه ډول لمانځي.

که څه هم حالاتو او پر موږ د زبرځواکو له خوا تپل شوي جګړې زموږ څخه ډير څه اخيستي خو لا هم موږ ځيني پخواني دودونه او رواجونه ساتلي.

د اختر په شپه مو ځوانان هڅه کوي تر څو خپلي ټولي کمۍ پوره کړي، چي بيا اختر په ښه ډول ولمانځي.

سهار وختي د تيرو وختونو په څير ځوانان نوي کالي اغوندي ځان جوړوي بيا د خوراکي شيانو سره (وريجي او غوښو سره، په لويديځو ولاياتو کي د اختر په شپه د کور ميرمنې مخکي لا تياروي ترڅو سهار ته هر څه اماده وي) جومات ته ځي تر لمانځه وروسته د اختر مبارکېاني يو بل ته ورکوي او بيا په کډه ډوډۍ نوش جان کوي، د دې وروسته خلک خپلو کورونو ته ځي ترڅو د اختر د لمانځه لپاره اماده ګې ونيسي، د لمانځه وروسته کشران د مشرانو د اختر مبارکي لپاره يو دبل کورو ته ځي نوره پاتي ورځ ځوانان د خپلو همزولو سره ميلو، پارکو او تفريح ځايونو ته ځي او هلته غيږ نيوونه، اتڼونه او نوري لوبي کوي.

همداسي د تير څخه په لږ توپير کوچنيان، (چي ديري يې نجوني وي) د سدره دود پر ځاي کوي، خو دوی د تير خلاف خپل څهري د سرکس غوندي جوړوي او نه هم سندري او تراني وايې، يوازي پر کورونو تر ګرځېدلو وروسته دوی خپل په منځو کي راټول شوي شيان سره تقسيموي او وروسته بيا خپلو کورونو ته ځي.

دلته بيا هم د تير په څير د اختر دويمه د ميرمنو ورځ ده، ميرمني د اختر په دويمه يو د بل کورونو ته د اختر مبارکۍ لپاره ځي، پيغلې بيا د اختر لمانځلو لپاره هغه ځايو ته ځي، چي د دوی لپاره ځانګړی شوی وي، همداسي د اختر پاتي ورځې هم په دي ډول تيريږي، که څه هم وختونه داسي راغلي، چي موږ د اخترونو څخه هغسی خوند ه شو اخيستلای لکه په اولو وختونو کي خو بيا هم دا زموږ د هيواد د ژړيدلي ولس پر خوله د خندا کولو يو بهانه ده.

موږ ته لازمه ده چي اختر د دود له پاللو سره سره په اخترونو کي د ډير اسراف او بي ځايه لګښتونو څخه تير شو د خپل ګاونډې او په ښار کي د غريبو کورنيو سره مرسته وکړو.




وروستي مطالب