طالبان: د افغانستان ګاونډیان دې بهرنیو ځواکونو ته اډې نه ورکوي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

طالبانو د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته دې امریکا ته په سیمه کې د پاتې کېدو فرصت نه ورکوي.

طالبانو په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې بهرني ځواکونه په سیمه کې د ناامنۍ او جګړې اصلي لامل دي او که کوم هېواد بهرنیو ځواکونو ته اډه ور کوي، دوی به ددې ډول ناوړه او پاروونکو کړنو په وړاندې پټه خوله پاتې نه شي.

طالبان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې یو شمېر لویدیځو او سیمه ییزو رسنیو داسې راپورونو خپاره کړل چې ګواکې امریکا له افغانستانه د پوځیانو له ایستلو وروسته په شاوخوا هېوادونو کې د پوځي شتون لپاره د اډو په لټه کې ده.

په دې راپورونو کې د مرکزي اسیا، خلیجي هېوادونو او پاکستان یادونه د هغو هېوادونو په توګه شوې چې ښایي امریکا پکې پوځي وغواړي.

طالبان وایي، افغان خاوره به د چا د امنیت پر ضد نه استعمالېږي او له نورو هم غواړي چې خپله خاوره او هوايي حریم زموږ د هېواد پر خلاف استعمال نه کړي.

بلخوا تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه ګنګوسې رد کړې دي چې ویل کېدل پاکستان امریکا ته د خپل هوایي او ځمکني حریم د کارولو اجازه ورکړې ده.

یاد وزارت زیاته کړې چې پاکستان امریکا ته د خپلو حدودو د کارولو اجازه نه ده ورکړې او نه هم په راتلونکې کې داسې کوم پلان لري.

د دغه وزارت په خبره، د امریکا او پاکستان ترمنځ له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسي د یوې هوکړې پربنسټ همکاري روانه ده خو د یادې هوکړې د نوي کولو لپاره هم تر اوسه امریکا، دوی ته کوم وړاندیز نه دی کړی.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو راپورونه ورکړي وو چې پاکستان امریکا ته د خپل هوایي حریم د کارولو اجازه ورکړې ده او دغه راز یې په دغه هېواد کې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پوځي اډې ورکولو ژمنه کړې ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي