روسیه وايي، دوی خپل دریځ روښانه کړی چې د طالبانو د واک انحصار نه مني.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړی چې مسکو په افغانستان کې ددې ډلې د قدرت له انحصار سره جدي مخالف دی.
نوموړي تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی ورسره د واک په انحصار مواق نه دي.
له دې وړاندې د امریکا په شمول پاکستان او نورو هیوادونو هم ویلي ول چې افغانستان کې د طالبانو امارت او واک انحصار ورته د منلو وړ نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکايي ځواکونو د وتلو د نیټې له اعلان سره سم طالبانو افغانستان کې جګړې ته زور ورکړی دی.
په افغانستان کې دننه د ټولنیزو شبکو کاروونکي وايي، چې جګړه باید ودریږي او نور ورته هیڅ ډول پلمه نه ده پاتې. دوی وايي، که جګړه همداسې روانه وي، نو دا په لوی لاسو د بهرنیو ځواکونو د پاتې کیدو سبب کیږي.
همدې حال کې یوه پخواني امریکايي چارواکي چې د امریکا د څارګرې ادارې مشر هم پاتې شوی، وروستیو څرګندونو کې ویلي چې افغانستان کې د جګړې له زیاتوالي سره شاید امریکا له وتو لاس په سر شي او بیرته افغانستان کې پاته شي. تر اوسه رسمي امریکايي مقاماتو په دې اړه څه نه دي ویلي.