امریکا وایي له افغانستان یې د سرتېرو د ایستلو بهیر له ۱۲ تر ۲۰ سلنې بشپړ شوی دی.
د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی په افغانستان کې ټول وضعیت له نږدې څاري او جنرال سکاټ مېلر د ماموریتونو د ښه ترسره کېدو لپاره ټول انتخابونه په لاس کې لري.
د هغه په خبره د سرتېرو د ایستلو بهیر له ۱۲ تر شل سلنې بشپړ شوی او امریکا تر سلو ډېر پروازونه ترسره کړي او شاوخوا پنځه زره قطعې نظامي توکي یې له افغانستان ایستلي دي.
کربي دا هم وایي چې ځینې نظامي وسایل یې افغان حکومت ته ورکړي خو ګڼ نور یې په خپلو نظامي اډو کې له منځه وړي دي.
هغه زیاته کړې چې د سرتېرو د ایستلو لړۍ په منظمه توګه مخ ته روانه ده او ټول اړین تدابیر نیول شوي دي.
په ورته وخت کې بیا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا کانګریس ته په خپلو خبرو کې ویلي دا ګنګوسې بې ځایه دي چې ګواکي د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به افغان پوځ له ماتې سره مخ شي.
د هغه په خبره افغان پوځ پیاوړی دی او د نړیوالې ټولنې ملاتړ له ځان سره لري.
هغه د طالبانو د جګړو په اړه هم ویلي چې دغه ډله د خپل پایښت لپاره یوازې یوه لار لري او هغه هم دا ده چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
د هغه په وینا که طالبان جګړو ته ادامه ورکړي او د جګړو له لارې واک ته د رسېدو کوښښ وکړي نو د نړیوالو او سیمه ییزو هېوادونو له بندیزونو او انزوا سره به مخ شي.
هغه همدا راز پر هغو هېوادونو چې پر طالبانو نفوذ لري غږ کړی څو یاده ډله سمې لارې ته وهڅوي.
خلیلزاد زیاته کړې چې دوی په افغانستان کې د دایمي ثبات د راوستو لپاره هڅه کوي او له هرې ممکنې لارې په دې لټه کې دي چې دلته روانه جګړه ختمه کړل شي.
د امریکا د کانګریس غړو هم ټینګار کړی چې باید طالبان له جګړو را وګرځول شوي او د سولې لپاره پر خپلو کړو ژمنو دې عمل وکړي.