د ننګرهار په چپرهارکې د ملي یووالي په نوم د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

 

یادې سیالۍ مې په ۱۱ مه د تېرې سه شنبې په ورځ د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې او د دوشنبې په ورځ د مې په ۱۷ مه پای ته ورسېدې.

په سیالیو کې د چپرهار ولسوالۍ ګڼو لوبډلو او د نورو سیمو د والیبال ټیمونو ګډون کړی و.

له سیالیو څخه موخه د خوښۍ شېبې رامنځته کول، د خلکو پر شونډو مُسکا خپرول او ملي یووالي ته کار کول وو.

لوبو نږدې شپږ ورځې دوام وکړ، چې له ۲۴ لوبډلو پکې درې لوبډلې خورا ښې وځلېدې.

د ملي یووالي د دې سیالیو لومړی مقام د دولتزیو والیبال لوبډلې وګاټه.

دې لوبډلې پایلوبه کې د پهلوان احمدزي لوبډلې ته ماته ورکړه، چې د پهلوان احمدزي لوبډلې دویم ځای خپل کړ او درېیم ځای هم د شولانې ټیم ترلاسه کړ.

ch 2.jpg

د لوبو د تنظیموونکو په خبره دا ځل سیالۍ ځکه خوندورې وې، چې د ننداره کوونکو له جذبې برخمنې وې.

د چپرهار ولسوالۍ د ورزش امریت په خبره د نورو لوبو په پرتله په دې لوبو کې د ننداره کوونکو شمېر څو برابره زیات و او لوبو ته یې ښکلا وربښلې وه.

دا لومړی ځل نه دی چې چپرهار ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ دایرېږي، بلکې له دې وړاندې هم څو ځلې په دې ولسوالۍ کې د والیبال او کرکټ سیالۍ چمتو شوي دي او د امن په فضا کې پای ته رسېدلې دي.

د چپرهار ولسوالۍ چې پخوا زیاته ناامنه وه، اوس پکې له تېرو درېیوو کلونو راهیسې د سیمه یزو پولیسو پر فعالېدو سره د امنیت کړۍ پراخه شوې او خلک یې په ډاډه زړه کاروبار مخته وړي.

د لوبو د پای په مراسمو کې د چپرهار ولسوال حاجي صدیق دولتزي وویل، چې د سیمې ټول اوسېدونکي باید د د ملي یووالي، ورورګلوۍ او د ولسونو د خوښۍ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.

د هغه په وېنا دا ډول سیالۍ د یووالي، د اړیکو د پراختیا، د خوښیو او همدارنګه د ولسونو د همغږۍ لپاره ګټورې وبللې.