دفاع وزارت: په درې ورځني اوربند کې ۵۱ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

دفاع وزرات وایي چې وسله والو طالبانو د هېواد په ډېریو ولایتونو کې د اختر درې ورځنی اوربند نقض کړی او په یو شمېر سیمو کې یې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، چې د اختر په درېو ورځو کې د وسله والو طالبانو له لوري۲۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳ نور ټپيان شوي دي.

دفاع وزارت همداراز د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د بشپړ چمتووالي خبره کوي.

په ورته وخت کې وسله والو طالبانو بیا د دفاع وزارت دغه ادعا رد کړې او افغان حکومت یې له اوربند څخه په سرغړونې تورن کړی دی.

بلخوا عام افغانان بیا د اوربند د خځېدو غوښته کوي او وايي چې د جګړې ښکېلې غاړې دې اوږدمهالی او دایمي اوربند وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ښکېلو لورو ترمنځ د جګړې بیا پیلېدل غندلي دي.

ددغه کمیسیون له لوري په تازه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، خلکو تمه لرله چې په اختر کې او تر اختر وروسته به د جګړې له مالي، ځاني او معنوي زیانونو خوندي وي، خو داسې و نه شوه او جګړو بیا ځلې ادامه پیدا کړې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون همدا راز (د یو بل تر څنګ د سوله ییز ژوند) د نړیوالې ورځې په مناسبت هم پر ښکېلو لور غږ کړی دی چې جګړه ودروي او سوله ییز ژوند غوره کړي.

سرچینه وایي سوله ییز ژوند یوازې د جګړو او وژنې درول نه دي، بلکې د یو بل حقونو ته درناوی، د یو بل خبرې اورېدل، زغم او له د خبرو له لارې د ستونزو او کشمکشونو حل دا هر څه د سوله ییز ژوند برخې دي.

د بشري حقونو کمیسیون په هېواد کې د جګړو دوام او ملکي مرګ ژوبله خواشینوونکې بولي او زیاتوي، ددې جګړو زیان نه یوازې اوسنیو بلکې راتلونکو نسلونو ته هم رسېږي.

د یادونې ده چې د اوربند له پای ته رسېدو سره سم د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو او افغان پوځ ترمنځ نښتې پیل شوې دي.

د راپورونو له مخې په هلمند، کندوز او ځینو نورو سیمو کې طالبانو تهاجمي بریدونه پيل کړي چې د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي او دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

ملي دفاع وزارت هم ددغه بریدونو د تایید تر څنګ پر طالبانو تور پورې کوي چې په ځینو سیمو کې یې اوربند نه دی مراعات کړی او بریدونو ته یې ادامه ورکړې وه.

ملي دفاع وزارت همدا راز وایي چې تازه یې په هلمند کې پر طالبانو برید کړی او دوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. طالبانو هم د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي