پاکستان وایي دوی یوازې د سولې په برخه کې له امریکا سره مرسته کوي او ددغه هېواد په بله هېڅ جګړه کې به ځان ښکېل نه کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا ته د نظامي اډو د جوړولو لپاره ځای نه ورکوي او په خبره یې له دغه هېواد سره په بله هېڅ جګړه کې مرسته نه کوي.
قریشي وایي دا د پاکستاني حکومت سیاست دی چې د افغان سولې په روان بهیر کې به مرسته کوي او د جګړې د ختمولو په لټه کې دي.
نوموړي پر طالبانو هم غږ کړی چې د سولې لپاره له رامنځ ته شوي فرصت ګټه واخلي او دلته دې روانه جګړه ختمه کړي.
هغه زیاته کړې دا د طالبانو لپاره هم زرین چانس دی، چې له جګړو لاس واخلي، تر سولې وروسته به یې نړۍ په رسمیت وپېژني او له تور لېست به یې د مشرانو نومونه هم و ایستل شي.
په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، دوی برېتانیا ته دنده سپارلې چې پاکستان او افغانستان سره نږدې کړي.
د خلیلزاد په وینا پاکستان په افغانستان کې مشروع ګټې لري چې افغانان باید درناوی ورته وکړي.
هغه زیاته کړې چې برېتانیا به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره کوښښ کوي او هڅه به کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي تړون رامنځ ته شي.
خلیلزاد په دې اړه تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي.
تر دې وړاندې هم ځينو رسنیو د پاکستاني او برېتانوي نظامیانو د راتګ په اړه ویلي وو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نظامي همکاریو لپاره هڅې روانې دي.
بلخوا چین یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د سولې له روان بهیر ملاتړ کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د تاجکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د افغانستان اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی خو د نړیوالې ټولنې تر نظر لاندې دی.
د نوموړي په خبره چین په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له روان بهیر ملاتړ کوي او ددې غوښتونکی دی چې په دغه هېواد کې روانه جګړه ختمه شي او ټول اړخونه د یوې دایمي سولې پر طرحه توافق وکړي.
هغه همدا راز ویلي چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د مسوولانه وتلو ملاتړي دي او ددې غوښتونکي دي چې دغه ځواکونه د سولې په پروسه کې مداخله و نه کړي او د جګړو د دوام سبب نه شي.
چین د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو هم غوښتي چې د سولې په برخه کې هڅې سره همغږې کړي او دلته د روانې جګړې د ختمولو لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.