د هندوستان کرکټ بورډ وایي، که په هندوستان کې د راتلونکې اکټوبرمیاشت پورې د کورونا وایروس همداسې زور کې وي، نو نړیوال شل اوریزجام به عربي متحده اماراتو ته انتقالوي.
خو د دغه جام ډایرېکټر دیراج ملهوترا لا هم په دې ډاډه دی، چې هندوستان به د ۱۶ لوبډلو کوربتوب کوي.
د اپرېل په میاشت کې په هندوستان کې د کورونا وایروس خورا شدید شوی او حالات یې کړکېچن کړي دي.
شل اوریز نړیوال جام
سږکال د نړیوال شل اوریز جام اووم پړاو په پام کې دی، چې هندوستان کې ترسره شي.
دا لوبې شپږ میاشتې وروسته د اکټوبر په میاشت کې پیلیږي او د نومبر تر ۱۴ مې به وغځېږي.
د جام دایرېکټر یا لارښود ملهوترا وایي؛
« مونږ هیله من یو، چې حالت ښه شي، د کرکټ نړیوالې شورا سره په اړیکه کې یو او ښایي چې له بد حالت څخه ښه حالت ته ور وګرځو».
د کرکټ نړیوالې شورا هم ویلي چې د کورونا له امله ښایي هرې لوبډلې ته د دېرش لوبغاړو د سکواډ برابرولو سپارښتنه وکړي، ترڅو هغه لوبغاړي چې کورونا وي، نور لوبغاړي یې ځای ډک کړي او کرونا ته ښه ځواب ووایي.
د تېرو شپږو میاشتو په پرتله روان میاشت په هندوستان کې د کورونا وایروس پېښې د ریکارډ تر کچې لوړې شوي دي.
په تېر کې د هندوستان لخوا د کرکټ نړیوالې شورا ته ۹ لوبغالي ښودل شوي وو، چې نړیوال جام به پرې ترسره شي، چې له جملې یې احمد اباد، بنګلور، چینای، ډیلي، درمسالا، حیدراباد، کلکته، لکناو او ممبيي وو.
احمد اباد لوبغالی په هندوستان کې نوی جوړ شوی او په سیمه کې کمساری لوبغالی دی.
هند ویلي چې سږکال به د نړیوال جام پایلوبه په همدې میدان ترسره کوي.
خو که هند کې د کورونا زور زیات وي، بیا نړیوال جام د هند پرځای په دوبۍ کې ترتیبیږي.
په آیپياېل کې ایسار بهرني لوبغاړي
د هندوستان سوداګریزې کرکټ لوبې اوس روانې دي او دلته بهرني لوبغاړي د کورونا له امله دومره اندېښمن دي، چې د خپلو ځانونو خوندي ساتلو لپاره له خپلو حکومتونو غوښتنه کوي، چې دوی پسې الوتکې راوستوي او خپلو هېوادونو ته یې ستانه کړي.
د نیوزیلېنډ پخواني چټک توپ اچوونکی شېن بونډ، چې اوس د ممبيي انډیئنز لوبډلې د توپ اچونې روزونکی دی، په اندېښنه کې دی او ویلي یې دي، چې دوی خپلو هېوادونو ته د بېرته خوندي ستنېدلو لپاره اندېښمن دي.
نړیوال شل اوریز جام چې وروستی پړاو یې په ۲۰۱۶ کې ترسره شوی له دې وروسته یې بیا لوبې نه دي ترتیب شوي.
تر ۲۰۱۹ پورې د اقتصادي ستونزو له امله ترسره نشو او ۲۰۲۰ کې تمه وه، چې په اسټرالیا کې ترسره شوی وای؛ خو د کرونا ویروس له امله ترسره نشو.
په نړیوال شل اوریز جام کې د افغانستان په ګډون ۱۶ لوبډلې ګډون کوي او ویسټ انډیز به د خپلې اتلولۍ د دفاع هڅې جاري وساتي.