امریکا: مخکې مو درک کړې وه چې افغان جګړه کې بریالي کېدای نه شو

سپینه تجريدي ډیزاین

په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر وايي چې امریکا له څو کلونو راهیسې دې پایلې ته رسېدلې وه چې د افغانستان جګړه یو بندښت ته رسېدلې ده او امریکا به په دغې جګړه کې بریالۍ نه شي.

راس ویلسن له طلوع نیوز سره په مرکه کې له سیاسي حل لارو د افغانستان ستونزې ته رسېدنه غوره غوراوی ګڼلی.

نوموړي ویلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته وضعیت ته نه یوازې افغانان بلکې نړۍوال هم اندېښمن دي.

د دوحې هوکړې پر بنسټ، له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر باید تر راتلونکې شنبې ورځې پایته رسېدلی وای، خو د امریکا ولسمشر ویلي چې، دغه ځواکونه به د روان کال د سپټمبر تر یولسمې له دې هېواده ووځي.

امریکا په دې باور ده چې، له افغانستانه د بهرنیو ځوکونو له وتلو وروسته به هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو پر څرنګوالي د امریکايي ځواکونو څارنه دوام ولري.

په ورته وخت کې د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، ناټو له افغانستانه د خپلو سرتېرو ايستلو بهیر پیل کړی دی.

د ناټو یوه چارواکي ویلي، چې له افغانستان څخه دناټو د پرېکنده ملاتړ ماموریت سرتېرو وتل په همغږي پیل شوي او د خوندي وتلو لپاره یې ټول اړین ګامونه اخیستل شوي دي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې خپلو موخو ته رسېدلي دي او اوس ددې وخت دی چې له دغه هېواد خپل ځواکونه وباسي.

جو بایډن د امریکا د کانګریس دواړو مجلسونو ته له ولسمشر کېدو وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې د ګڼو نړیوالو او ملي مسایلو تر څنګ د افغانستان مسئلې ته هم اشاره کړې ده.

نوموړي وویل چې د امریکا ستره موخه په افغانستان کې د القاعده او اسامه له منځه وړل وو چې دوی په دې موخه کې بریالي شوي او اوس ددې وخت دی چې خپل سرتېري له افغانستان وباسي.

هغه پر دې هم ټینګار کړی چې باید په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي.

بایډن همدا راز ویلي چې د سرتېرو ماموریت یې په افغانستان کې بریالی و او ددې وخت دی چې سرتېري یې بېرته کورونو ته ستانه شي او په دغه هېواد کې روانه بې پایه جګړه ختمه کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي