امریکا دوه نورې بي ۵۲ الوتکې هم سیمې ته رالېږلې

رنګین تجريدي ډیزاین

امریکا وایي، چې د قطر په العدید هوايي اډه کې یې لا ډېرې الوتکې ځای پر ځای کړې دي.

د امریکایي پوځ مرکزي قومندانۍ په خپره کړې اعلامیه کې راغلي چې د العدید په هوايي اډه کې یې دوه نورې بي ۵۲ بم غورځوونکي الوتکې ځای پر ځای کړې چې د اړتیا په صورت کې به په افغانستان کې عملیات ترسره کوي.

امریکایي چارواکي وایي دغه الوتکې په دې موخه ځای پر ځای کېږي، چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو پروسه په ډاډمنه فضا کې بشپړه شي او د یادو الوتکو او نورو اړینو اقداماتو په ترسره کولو به د هر ډول احتمالي خطر مخنیوی کېږي.

امریکا تر دې وړاندې دوه نورې بي ۵۲ الوتکې په یاده اډه کې ځای پر ځای کړې وې، خو ویلي یې دي چې ټولټال به شپږ الوتکې د لنډې مودې لپاره په یاده هوایي اډه کې ځای پر ځای کړي.

د یادونې ده چې نن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له سي ان ان سره په یوه تازه مرکه کې ویلي دوی په نظامي توګه له افغانستان وځي، خو له دغه هېواد سره به پیاوړې ديپلوماتیکې اړیکې وساتي.

د هغه په خبره په بشپړه توګه به افغانستان یوازې پرې نه ږدي او هڅه کوي ددغه هېواد ملاتړ ته په بېلو برخو کې ادامه ورکړي.

نوموړي زیاته کړې چې د سیمې هېوادونه باید د افغانستان د سولې په مسئله کې دخیل شي او په خبره یې دلته د نارامۍ راتلل د هېچا په ګټه نه دي.

بلینکن په افغانستان کې د راتلونکي وضعیت په اړه ویلي چې ښایي دلته کشمکشونه ډېر شي خو په خبره یې ناندرۍ او جګړې د هېچا په ګټه نه دي او هېڅوک په افغانستان کې د کورنیو جګړو د رامنځ ته کېدو او تاوتریخوالي د اوږدېدو ملاتړي نه دي.

په ورته وخت کې د اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان په اړه د دغه بانک په خپاره شوي راپور کې راغلي چې دوی د سولې د خبرو پایلې ته په تمه دي او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هم دوی د افغانستان تر څنګ ولاړ دي او ددغه هېواد د پرمختګ لپاره به خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

یاد بانک په خپل راپور کې دا وړاندوینه هم کړې ده چې په ۲۰۲۱ز کال کې به د افغانستان اقتصادي وده بېرته مخکینۍ کچې ته ورسېږي.

د سرچینې په خبره تېر کال د افغانستان اقتصادي وده د کرونا او امنیتي مسایلو له امله ټکنۍ شوې وه.

د یاد بانک مشر په خپل خپاره کړي پیغام کې هم تمه ښودلې چې ژر تر ژره د افغانستان د سولې خبرې مثبتې پایلې ولري او په دغه هېواد کې د جګړو د کمېدو سبب شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي