د پاکستان سوپرلیګ ته یوځلې بیا لوبغاړي اخیستل کیږي

رنګین تجريدي ډیزاین

د پاکستان د کرکټ غوره لیګ شپږم پړاو سیالۍ«PSL» چې د روان ۲۰۲۱م کال د فیبرورۍ میاشتې په ۲۰مه نېټه د شپږ لوبډلو ترمنځ پيل شوي وې تر ۱۴ لوبو کولو وروسته کورونا ویروس له امله وځنډېدې.

اوس تازه راپورونه وايي، چي ددې لیګ ځنډېدلې لوبې به د جون میاشتې په دویمه نېټه پيل شي او تر شلمي نېټې پوري به دوام وکړي، چې ددې لیګ د اُصولو سره سم لوبډلې او لوبغاړي بیا مکلفې دي، چې د مې میاشتې په ۲۳مه نېټه کراچي کي حاضري وي او د سیالیو تر پيل پوري سخت قرنطین تېر کړي، تر څو د کورونا ویروس څخه خوندي وي.

دا لوبې به د زیاتو امنیتي تیاریو په شتون کي یوازې په کراچي ښار کې ترسره شي.

بل پلوه د یو شمېر هیوادونو لوبغاړو به د ملي لوبو او د انګلستان لوبغاړي بیا ویټالتي بلاسټ سیالیو په ترسره کېدو بوخت وي، چې په همدې موخه به په یاد لیګ بیا ګډون ونه کړي.

نو د لوبډلو د پوره کېدو په موخه د پاکستان سوپرلیګ اداره اړه ده، چې یوځلې بیا ۱۳۴ لوبغاړي، چي لوبډلې اړتیا ورته لري وکولای سي د ځانونو لپاره یې غوره کړي.

راپورونه وايي، چې په دې ۱۳۴ کسیزه لیست کي د افغانستان څخه ۱۶، اسټرالیا څخه ۱۰، نیوزیلینډ څخه ۱۲، سویلي افریقا څخه ۱۸، بنګله دېش ۷، ویسټ انډیز ۲۵، سریلانکا ۲۴، زیمبابې ۶، ایرلینډ ۵، متحده عربي امارات ۵، سکاټلینډ ۴، نیپال ۱ او عُمان څخه ۱ لوبغاړی شامل دي.

 

د پاکستان په سوپرلیګ کې افغان لوبغاړي

 

په دې لیګ کې پنځه افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان، قیس احمد، نوراحمد لکڼوال او مجیب ځدران اخیستل شوي وه او ولوبېدل.

د یاد لیګ بولۍ ته ګڼو افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، خو له ډلې یې راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن ځدران، قیس احمد او نوراحمد لکڼوال وپېرل شول.

محمدنبي او نوراحمد د کراچي کینګز، راشدخان د لاهور قلندرز، مجیب ځدران د پېښور زلمي او قیس احمد بیا د کویټه ګلډیټرز لوبډلې سره یوځای شوي وه.

د افغان لوبغاړو په اړه هم تراوسه معلومات نشته، چي ایا وبه لوبیږي پکې او که نه؟