محب: طالبان لاسپوڅي دي او د پاکستان ډول ته څرخېږي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې طالبان باید په دې پوه شي چې د جګړې له لارې واک ته نه شي رسېدای.

نوموړي نن په کابل کې یوې ګډې خبري ناستې ته په خبرو کې د ترکیې کنفرانس ته په اشارې ویلي چې طالبان سولې ته اراده نه لري او نه غواړي افغانستان تلپاتې سولې ته ورسېږي، ځکه خو په بېلو پلمو د جګړې دوام ته زمینه برابروي او له افغان دولت سره له مخامخ کېدو تښتي.

محب وویل، ده په وار وار ټینګار کړی دی چې د طالبانو سره د خبرو پر ځای باید ستونزه له پاکستان سره حل شي ځکه د ده په خبره طالبان لاسپوڅي دي او د پاکستان ډول ته څرخېږي.

په ورته وخت کې د ملي امنیت رییس ضیا سراج کابل ته د سي ای اې د مشر پټ سفر تایید کړی او زیاته کړې یې ده چې د ترهګرۍ ګواښ ډېر جدي دی او په دې برخه کې باید ګډه، پیاوړې او کارنده مبارزه وشي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې صفر یو، صفر دوه، صفر درې او کي پي ایف ځواکونه د ملي امنیت له لوري رهبري کېږي او په بشپړه توګه د دوی تر کنټرول لاندې دي.

د یادونې ده چې اسوشېټېد پرس خبري اژانس ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو سره هم‌مهاله د امریکا د استخباراتو(سي آی اې) مشر ویلیم برنز تېره اوونۍ په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته سفر کړی و.

یادې رسنۍ زیاته کړې، چې ښايي د امریکا د استخباراتو دغه لوړپوړی چارواکی د بهرنيو پوځیانو د خوندي وتلو لپاره د احتیاطي تدابیرو د نیولو په موخه راغلی وي، خو دا چې په افغانستان کې یې له کومو چارواکو سره لیدلي، په تړاو یې مالومات نه‌دي خپاره شوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي