د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه یو وار بیا ویلي چې په افغانستان کې سوله د پاکستان سوله ده.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې د راپور له مخې، جنرال باجوه دا خبره د پاکستان د پوځ په مرکزي دفتر کې د افغانستان له سفیر نجیب الله علي خېل سره په کتنه کې کړې ده.
د پوځ له خبرپاڼې سره سم، باجوه ټینګار کړی چې یوازینی هدف یې دا دی چې په افغانستان کې سوله وشي او دا هېواد خپلواک، ولسواک، باثبات او سوکاله وي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو یو پلاوی د سولې د خبرو او استانبول کنفرانس په اړه د سلا مشورو لپاره پاکستان ته تللی دی.
طالبانو ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي چې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي د مشر مولوي عبدالحکیم حقاني په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی پاکستان ته تللی دی او دغه پلاوی به د طالبانو د رهبرۍ له شورا سره ګوري.
سرچینه زیاتوي چې دغه پلاوی به د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې د ځنډ راتلو، سولې روان بهیر او استانبول کنفرانس په اړه له خپلو مشرانو سره خبرې کوي.
دوی غواړي پر دې بحث وکړي چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې د ځنډ له راتګ سره هممهاله دوی مذاکراتو ته ادامه ورکولی شي او کنه کومه بله لار خپله کړي.
دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې ټاکل شوې ډېر ژر د افغانستان، ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران په ترکیه کې د سولې پر راتلونکي کنفرانس خبرې وکړي.
هېره دې نه وي چې پرون سهار د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د افغانستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره استانبول ته ولاړ.
د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه ناسته کې چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ جوړه شي، د درې واړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران به د افغانستان د سولې بهیر د بریا، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د بیا پیل، د سیمهییزې اجماع پیاوړتیا، په دې برخه کې د ترکيې او پاکستان رول او د درې اړخيزو اړيکو د پراختيا په اړه خبرې وکړي.