مصر کې ۳۰ کلن دود راژوندی کړل شو؛ روژماتي او ماښامي لپاره خلک په توپونو خبروي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د صلاالدین ایوبي کلا توپونه وروسته له ٣٠ کلونو د روژه ماتي او پیشلمي د اعلان لپاره بیا چمتو شول.

په روژه کې د توپونو پخوانیو کلونو کې د مصر په ګډون په ډیری هېوادونو کې مروج وو.

د مبارکي مياشتي د لیدو د پیشلمي او روژه ماتي اعلان د پاره به خلکو د توپونه کارول.

په همدې توګه به د روژې د پيل اعلان او د اختر د مياشتي ليده هم د همدغو توپونو په توغولو سره اعلانيدل.

په مصر کې د “صلاح الدین ایوبي” کلا کې نصب شوي توپونه هم د لومړي ځل لپاره په کال ١٤٦٩ کې د پیشلمي او روژه ماتي د وختونو لپاره کارول شوی وو. دا توپونه د ډیرو پیړیو پخوا کاريدل، چې ديرش کاله دمخه د خرابيدو له امله بند شوي وو، خو پدې وروستیو کې ترمیم او بيا خدمت ته چمتو شول.

“ایمان زیدان” د مصر د سياحت، لرغون پيژندنې او تاریخي ځايونو مرستیال وزیر، “العربیه  تلويزيون” ته وویل، چې د سیاحت او لرغون پیژندنې وزارت زاړه توپونه بيا رغولي دي، چې یو توپ په “صلاح الدین ایوبي” کلا کې  ځای پر ځای  شوی دی.

دغه توپ په تیرو وختونو کې د لمر لوئيدو یا افطار پر مهال د ګولۍ په ویشتلو سره د روژه ماتي اعلان کولو. هغه وویل، چې دا توپ د پیشلمي او روژه ماتي زاړه رسم د ژوندي ساتلو يو ښه سمبول دی.

دا ځل دا توپ د عصري ټیکنالوژۍ پر مټ په پخواني شکل کې په نوي بڼه رغول شوی دی، د توپ د ډزو اورېدو له پاره هر سهار او ماښام ګڼ ښاريان سترګې پر لار وي، چې دا زوړ دود ژوندى ساتي.

د لرغون پیژندنې رییس ډاکټر “اسامه طلعت” وویل، د روژې د توپ په اړه ډیرې مشهورې کیسې شته، ترټولو مشهوره کيسه یې دا ده چې دا توپ په قاهره کې د “صلاح الدین ایوبي” کلا کې ځای پر ځای شوی و.

هغه وویل چې، دغه توپ د “خشقدم” د پاچاهۍ په وخت کې ځای پر ځای شوی و، چې په لومړي ځل په ١٤٦٧ کې د روژه ماتي د اعلانولو لپاره  توغول شوي ؤ. د توپ په توغولو سره د روژه ماتي اعلانول خلکو ته حیرانونکي وه، چې د دغې کړنې په لیدو سره، خلک سلطان ته راغلل او د دې “حسنه بدعت” لپاره یې مننه ځنې وکړه.

د یو بل روايت له مخې؛ دا توپونه د “خديوي اسماعیل” د ساتونکو لخوا ساتل کیده، چې دوی به د مشغولا لپاره کارول، چې لومړۍ ځل د روژې د مياشتي په ليدو سره توغول شوې وو. او دا کار د “خدیوي اسماعیل” لور ” فاطمه” په خپل لاس کړی وو. له هغې نه وروسته د روژې په مياشت کې هر پیشلمی او ماښامۍ د توپ په توغولو سره لمانځل کيدل. دا  توپ ٣٠ کاله دمخه د خرابۍ له امله پریښودل شوی ؤ، خو اوس له سره بيا رغول شوی دی.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.