طالبان: هڅه کوو چې د پولیو ضد واکسین له کمپاین سره مرسته وکړو

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، هڅه کوي چې د پولیو ضد واکسین د تطبیق له کمپاین سره همکاري وکړي.

بل خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د ملګرو ملتونو په مرسته له طالبانو سره خبرې روانې دي چې کور پر کور د ګوزڼ ضد واکسین لګولو کمپاین ته اجازه ورکړي.

دغه وزارت کې د ګوزڼ د له منځه وړلو پروګرام د عامه اړیکو مشر میرجان راسخ رسنیو ته ویلي چې له وسله والو طالبانو سره خبرې روانې دي څو هغوی په دې قانع کړي چې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې کور پر کور د واکسین کمپاین ته اجازه ورکړي.

ښاغلی راسخ زیاته کړې، د ګوزڼ ضد واکسین په هر کمپاین کې شاوخوا ۳ میلیونه ماشومان له دغه واکسینه بې برخې پاتې کېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، دوی په هلمند، کندهار او ارزګان کې د کور پر کور واکسین کمپاین مخه ځکه نیولې وه چې د ده په خبره له دغه کمپاینه د استخباراتي فعالیتونو په هدف کار اخېستل کېده.

مجاهد وايي، دوی اوس هڅه کوي چې له دغه کمپاین سره همکاري وکړي.

د ګوزڼ ضد واکسین تازه کمپاین چې په ۳۲ ولایتونو کې عملي شو، تېره جمعه پای ته ورسېد.

په دایکندي او بامیان کې دغه کمپاین د هوا د خرابوالي له کبله عملي نه شو.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې په جلال اباد ښار کې درې ښځینه واکسیناتورانې د وسله والو کسانو لخوا ووژل شوي چې دغې پیښې د پولیو واکسینو کمپاین له خنډ او ځنډ سره مخ کړو

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي