د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا کابل ته راغلی او له افغان مشرانو سره یې لیدلي دي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر اشرف غني له خلیلزاد سره نن له غرمې مخکې لیدلي دیي.
سرچینه زیاتوي؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د سولې بهیر د انکشافاتو او په ترکیه کې د جوړېدونکي کنفرانس لپاره د تیاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
له عبدالله سره لیدنه
بل پلو د پخلاینې عالي شورا یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي خلیلزاد د یادې شورا له رهبرۍ سره هم لیدلي دي.
دوی د غونډې په اړه یو شمیر جزیات هم شریک کړي دي.
یادې شورا خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ زلمي خلیلزاد د سولې له هڅو د امریکا متحده ایالاتو په هر اړخیزه ملاتړ ټینګار وکړ او وه یې ویل، امریکا به د سولې په هڅو او له سولې وروسته د افغانانو ترڅنګ وي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، نړۍ تمه لري، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت به د یوې واحدې طرحې سره د استانبول کتفرانس کې ګډون وکړي.
سرچینه زیاتوي؛ ډاکټر خلیلزاد د ملي مصالحې عالي شورا تر چترلاندې د ملي اجماع شتون څخه په قدرداني وویل: د امریکا متحده ایالات او نړۍ په افغانستان کې د سولې هڅو د چټکتیا، د جنګ د ختمېدو او د تلپاتې سولې د ټنګښت غوښتونکې ده.
ډاکټر خلیلزاد وویل، امریکا له ټولو طرفونو څخه په افغانستان کې د جنګ د ختمېدو او تلپاتې سولې د ټنګښت په برخه کې د همکارۍ غوښتونکې ده.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي چې د افغانستان اسلامي جمهوريت د یوې تلپاتې او عادلانه سولې ټنګښت ته ژمن دی.
هغه د سولې هڅو له چټکتیا هرکلی وکړ او د استانبول کنفرانس د بریالیتوب او ګډون ډاډ یې ورکړ.
یادې شورا ویلي؛ پدې ناسته کې د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ غړو خپل نظرونه او د سولې اړوند پوښتنې مطرح کړې او د سولې خبرو اترو له چټکېدو او د جنګ له ختمېدو یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
د استانبول غونډې ته طرحې
ویل شوي چې د افغانستان دننه شا او خوا ۳۰ بیلابیلې طرحې چمتو شوې وې چې د پخلاینې شورا په وینا له دې طرحو یې یوه هغه جوړه کړې او د استانبول کنفرانس کې به یې وړاندې کړي.
یادې شورا ویلي ول چې ددې طرحو په اړه پنځه ناستې ترسره شوي دي او بلاخره یوې پایلې ته رسیدلي.
د استانبول د غونډې او سولې لپاره یوه طرحه د افغان ولسمشر اشرف غني وه چې وړمه ورځ یې رسنیو ته په ژوندۍ بڼه تشریح او اعلان کړه.
غني ټینګار وکړ چې افغانستان د تیر تکرار ته نه پریږدي، خو چمتو دی چې د پایدارې سولې لپاره هر ډول مناسب ګامونه پورته کړي.
ده ویلي چې واک به د قانوني پروسې له مخې انتقالوي. هغه په طرحه کې په لنډ وخت کې د ټاکنو ترسره کول هم وړاندیز کړي دي.
له بله پلوه طالبانو ټولې طرحې رد کړي، خو خپله وسله والو طالبانو تر اوسه د سولې لپاره هیڅ کومه طرحه نه ده وړاندې کړې.
معلومه نه ده چې د استانبول ناسته به ایا روانه میاشت وشي او که وهم شي، پایله به یې څه وي، دا هغه څه دي چې تر اوسه ګونګ دي.
افغانان هیله لري چې اوس د افغانستان اوږده جګړه پای ته ورسیږي، لاسته راوړنې وساتل شي او افغانستان د شاتګ پر ځای داسې سوله ولري چې د ورانۍ پرځای اصلاحات او پرمختګ وکړي.