ژباړه زیاتونه
ځینې جملې شته چې هېڅکله یې باید ونه وایو لکه:
هېڅ جمله د دې عبارت سره مه پیلوئ. زه فکر کوم، یا په دې باور یم. ځکه دا سبب کېږي چې د اورېدونکي په ذهن کې هغه رښتیا په هکله چې غواړې په اړه یې خبرې وکړې یو ډول د پوښتنې نښه رامنځته کېږي.
کله چې تاسو یو څوک له لاسه ورکوئ اوښکې هغه وخت نه تویېږي، بلکې هغه وخت اوښکې جاري کېږي، چې نه غواړې کوم څوک له لاسه ورکړې.
کله چې د متقابل عمل وروسته وګړي کوم احساس تاسو سره لري، کېدای شي یوه نښه ستاسو له رښتیا او دنننه ځان څخه وي.
په نړۍ کې تل نه خوښوونکې پېښې یوازې د بدو خلکو له کبله نه رامنځته کېږي، بلکې د دې لپاره ترسره کېږي، کوم خلک چې د دې پیښې شاید وي هېڅ اقدام او کوم کار د دې پېښې پر وړاندې نه ترسره کوي.
هغه څه سره چې موږ ژر لېوالتیا پیدا کوو او باندې موښلو، امکان یې شته نسبت نورو ته همداسې ژر یې له لاسه هم ورکړو.
کله چې په خپلو اولادونو نیوکه کوئ او همداسې دې کار ته دوام ورکړئ، هغوی تاسو سره له مینې کولو لاس نه اخلي، بلکې خپل ځان سره د مینې کولو څخه لاس اخلي.
که له چا څخه پوښتنه وکړئ او بېرته ځواب در نه کړي، درته ووایي چې څو لحظې صبر وکړه؛ په دې وخت کې که تاسو چوپ پاته شئ او د سترګو اړیکه وساتئ، معمولا هغه کس ستاسې سوال ته ځواب درکوي.
دا چې نورو ته اجازه ورکړئ ترڅو ستاسې کمزورتیا وویني، د دې لپاره چې هغوی تاسې په ریښتینې څېره کې ویني او تاسو سره د نږدېوالي احساس کوي.
کله چې تاسو د یو چا سره یا د یو مشتري سره غواړئ وګورئ، په یاد ولرئ چې لومړۍ درې دقیقې د اغېزې پرېښودلو لپاره ښه وخت دی. لومړنۍ اغېزه تر ټولو ښه اغېزه ده.
د دې پر ځای چې ووایاست ته ډېر حساس یې، ووایه زه پوهېږم چې څومره اوس خفه یې.
دا ډېره بده خبره ده چې د تېر وخت د ستونزو سره ځان نشې عیارولی، د دې پر ځای ووایاست، چې د تېر وخت ستونزې اوس هم تا ځوروي.
د دې پر ځای که ووایو چې ته ډېر منفي فکرونه کوې، ووایه ته ډېر په جدي توګه یو موضوع ته تشویش کوې.