اروپایي ټولنه: افغانستان کې د تلپاتې سولې د راتلو لپاره هڅه کوو

رنګین تجريدي ډیزاین

اروپایي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره د خپلو هڅو د دوام ډاډ ورکړی دی.

د اروپایي ټولنې استازي ارنولډ پاولز د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره په لیدنه کې ویلي چې اروپایي ټولنه به په افغانستان کې د تلپاتې او عادلانه سولې ټینګښت برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو دغه راز د سولې پر پروسې، د تېرو شل کلنو لاسته راوړنو پر ساتلو او د سولې برخه کې پر راتلونکو ګامونو خبرې اترې کړې دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکی کنفرانس مهم بللی دی او زیاته کړې یې ده چې دا ناسته به د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع پیاوړي کولو برخه کې هم رول لري.

د یادونې ده چې نن په کابل کې د اروپایي ټولنې استازولۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه ټولنه له افغانستان سره د پورونو د پرې کولو په موخه نږدې درې میلیونه یورو مرسته کوي.

سرچینه کاږي، دا دوه میلیونه او نهه لکه یورو مرسته د پورونو د کمېدو په موخه تر سره کېږي څو پر همدې بنسټ د پایداره پرمختګ د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره تر یوه حده د افغانستان لاسنیوی وشي.

اعلامیه کې د دغې ټولنې د شارژدافیر ارنوټ پاوېلس له قوله راغلي چې دا مرسته په دې کرونایي وضعیت کې افغانانو ته ښه زېری دی، چې د ټولنیزو، روغتیایي او اقتصادي لګښتونو د پوره کولو په برخه کې اغېزناکه تمامېدای شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي