امریکايي او افغان لوري د سولې پر هڅو خبرې کړې دي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

افغان او امریکایي ديپلوماتانو د استانبول پر غونډې او افغان سولې خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په افغانستان کې د امریکا د سفارت له شارژدافیر راس ویلسون سره پر افغان سولې خبرې کړې دي.

دواړو لورو په دې لیدنه کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده او تمه یې ښودلې چې د استانبول غونډه دلته روانه جګړه ختمه کړلی شي.

اتمر د افغان سولې په اړه د مسکو کنفرانس او دغه راز له سولې د اسیا زړه هېوادونو ملاتړ خورا مهم بللی او تمه یې ښودلې چې د سیمې د هېوادونو په همکارۍ افغان جګړه پای ته ورسول شي.

امریکایي او افغان لوري د اړیکو پر پراختیا، د ترکیې د غونډې پر اجنډا او دوه اړخېزو همکاریو بحثونه او خبرې کړې دي.

هممهاله چین له افغانستان سره د اقتصادي او امنیتي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

په کابل کې د چین سفیر د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره کتلي دي او د استانبول پر راتلونکي کنفرانس یې خبرې ورسره کړې دي.

د چین سفیر وانګ یې ویلي افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي او دوی له افغان سولې سره بشپړې همکارۍ ته ادامه ورکوي.

اتمر هم په دې لیدنه کې ویلي چې له افغان سولې سره د چین همکاري مهمه ده او دغه راز چین کولی شي د سولې په تړاو سیمه ییزه اجماع پیاوړې کړي.

اتمر ټینګار کړی چې افغانستان ته د سولې راتګ د ټولې سیمې په ګټه دی او دلته به د دایمي ثبات او اقتصادي ودې سبب شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي