
وکیلان: د کرونا لپاره دې ښوونځي او پوهنتونونه نه تړل کېږي
د ولسي جرګې غړو د کرونا له امله د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو پر رخصتولو غبرګون ښودلی دی. د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل […]
فضل الحق اونۍ وړاندې د چينای لوبډلې هندوستان ته وروغوښتی او د ځان سره يې په تمريناتي کمپ کې لوبوي.
د چينای لوبډله د هزليووډ دلاسه ورکولو وروسته اوس اخته ده چې پرځای يې يو تېز توپ اچوونکی ولټوي ترڅو د نوموړي تشه ډکه کړي،که چېرې فضل حق د چينای لوبډلې د مسولينو توجه ځانته جلب کړي او هغوی پرځان باوري کړي نو ډېر امکان سته چې د څلورم افغان لوبغاړي په حيث به سږکال د ای پي ايل برخه وي.
فضل الحق د افغان کريکټ د نوي نسل څخه دی او تر ټولو ښه ځانګړتيا يې داده چې په کيڼ لاس توپ اچوونه کوي،د چينای په روان تمريناتي کمپ کې هم د توپوهونکو لپاره سرخوږی جوړ سوی.
نوموړي مياشت وړاندې د زيمبابوې په وړاندې نړيوال کريکټ پيل کړ،په خپل لومړي اوور کې يې ويکټه ترلاسه کړه او په ۲۰۲۰ز کې يې د ۱۹ کلونو په نړيوال جام کې خورا تاثري توپ اچوونه وکړه چې د سويلي افريقا په وړاندې د ۳۳ منډو په مقابل کې يې ۳ ويکټې د يادولو وړ دي.
د چينای سوپر کينګز لوبډلې مينوالو د فضل الحق ويډيو ته په کمينټونو کې دده وړتيا ستايلې او د چينای لوبډلې څخه يې غوښتنه کړې چې دا پړاو يې د ځان سره ولوبوي،د دوی په باور چې هم وړتيا پکښې ليدل کېږي او هم به ددې لوبډلې سره د افغانانو مينه او ملاتړ زيات سي.
نوموړی تېرکال هم کينګز ايليون پنجاب لوبډلې چې اوس يې نوم پنجاب کينګز ته تغير کړی د نيټ توپ اچوونکې په حيث د ځان سره په تمريناتو کې واخيستی چې هلته يې په جال کې د کريس ګېل ،نيکولاس پوران،ګلين مکسويل او لوکېش راحول په څېر توپ اچوونه وکړه.
راتلونکې پړاو ای پي ايل ته يوازې ۷ ورځې پاته دي.
Copyright © 2025 | MH Magazine WordPress Theme by MH Themes