داسې ځینې نښې شته چې د ښه والي ښکاروندویي نه کوي، بلکې دا ثابتوي چې ته غواړې نور وګړي راضي او خوشحاله وساتې.
هغه وګړي چې ستا د خفګان سبب شوي او هیڅکله بدلون نه کوي؛ د دې ټولو سربېره بیا هم ستا ژوند ته راشي که دا ډول انسانانو ته اجازه ورکړې چې بیا تاسې سره اوسي نو دا ښه خبر نده.
که تاسې تل د نورو په فکر کې اوسئ او هغه کارونه ترسره کړئ چې دوی یې خپله هم کولای شي او وړتیا یې لري، ددې کار سره یوازې خپل ځان ته زیان رسوئ، ځکه ستاسې وخت د نورو په کارونو تېریږي.
له نورو انسانانو سره له اندازې زیات خپل ځان تطبیقول یا اعیارول
کله چې تاسو سره بد کیږي یا هم تهمت درباندې لګوي، او تاسو هیڅ خپل د ځان څخه دفاع ونه کړئ نو ستاسې دا چوپوالی د ښه توب نښه نده. هیڅکله یو انسان خپل د ځان لپاره باید چوپ پاته نشي او باید له ځانه په منطقي ډول ملاتړ وکړي.
کله چې ستونزه ولرې او چوپ اوسې؛ ځکه زموږ په چوپ پاته کېدو هیڅ هم بدلون نه کوي، اړینه داده چې د بل چاسره شریکه کړو ترڅو د ستونزې په حلولو کې مرسته راسره وکړي.
کله چې ټولې ستونزې خپله په غاړه واخلو؛ دا کار زموږ ښه والی نه ښکاره کوي بلکې له ځان سره ظلم کوو. په هغه څه کې چې زموږ ګناه نه وي هیڅکله باید ځان ګرم ونه بولو.
تر ټولو ښه کارونه نورو ته ترسره کړئ، نه ځان ته؛ دا له ځانه سره تر ټولو لوی ظلم او تیروتنه ده. ځکه تر هر چا نه ډېر موږ خپله د هر څه وړتیا لرو او موږ د هرې خوشحالۍ حق لرو نو هیڅکله باید ځانته په ټیټه سترګه ونه ګورو.
که یو ځل هم نورو ته د لومړیتوب ورکولو پر ځای خپل ځان لپاره هڅه وکړو هر څه به بدل شي؛ باید ځان ته ارزښت ورکړو. خپل ځان نورو ته قرباني نه کړو.