محب: د زور له لارې به طالبانو ته واک ورنه کړو

رنګین تجريدي ډیزاین

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي چې طالبان د تاوتریخوالي په دوام سره ښیي چې سولې ته اراده نه لري او هڅه کوي د زور له لارې واک ته ورسېږي خو نوموړي ټینګار کړی دی چې افغان دولت به په هیڅ صورت د زور له لارې طالبانو ته واک ته د رسېدو اجازه ورنه کړي.

محب زیاته کړې چې افغان دولت تر وخت مخکې ټاکنو ته چمتو دی او ولسمشر غني به تر وخت مخکې ټاکنو ته ځان نه نوماندوي.

نوموړي دغه راز په ترکیه کې جوړېدونکي کنفرانس ته په اشارې ویلي چې د ترکیې کنفرانس کې به د افغان دولت پلاوی حضور ولري خو دا چې څوک به پکې برخه واخلي په دې اړه یې سلا مشورې روانې دي.

په ورته وخت کې کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت لوی ریاست وایي چې طالبان په دې هڅه کې دي چې په لویو ښارونو کې تاوتریخوالی ډېر کړي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست حیات الله حیات نن په کابل کې له امنیتي بنسټونو سره یوې ګډې خبري ناستې ته ویلي چې طالبانو په دې وروستیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او پلان لري چې په لویو ښارونو کې بریدونه لا ډېر کړي.

په ورته وخت کې د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج هم ویلي چې طالبان غواړي تاوتریخوالی روان وساتي څو پر امنیتي بنسټونو د خلکو باور راکم کړي خو نوموړي هېوادوالو ته ډاډ ورکړی دی چې د افغانستان ملي او امنیتي ځواکونه د هر ډول بریدونو د دفع کولو وړتیا لري او د خپلو هېوادوالو د امنیت ټینګښت لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

بلخوا د دفاع وزارت سرپرست جنرال یاسین ضیا یو ځل بیا د غیر مسوول وسله وال علیپور پر نیولو ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې د علیپور او طالب ترمنځ هیڅ توپیر نه شته دی او په خبره یې، د نوموړي پر وړاندې عملیات روان دي او ژر به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي