د افغانستان کريکټ بورډ پخواني رئيس عزيزالله فضلي ويلي چې د ملي لوبډلې لپاره پر يو نوي لوبډلمشر پرېکړه سوې.
فضلي پر خپل فيسبوک اکاونټ دا خبره کړې او د افغانانو څخه يې د نظر پوښتني په حيث ددې پرېکړي په اړه نظر غوښتی.
ښاغلی فضلي ليکي:
(( د کرکټ لوبې مينه والو ؛
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې يو لوړ پوري چارواکي چې د خپل هويت نه ښودلو په صورت کې يوې خبري سرچينې ته ويلي دي چې د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزئ به ډير ژر بدل شي .
او د ښاغلي اصغر ستانکزي په ځای به د ملي لوبډلې درې نور تکړه لوبغاړي هر يو حشمت الله شاهدي ، نجيب الله ځدران او رحمن الله گربز له منځ څخه به يو تن د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شي .
نو ، وطنوالو او د کرکټ لوبې مينه والو ، ستاسو په آند د کرکټ بورډ ادارې دغه اقدام څنګه ده ؟ او کوم يو نوماند لوبغاړئ به دا وړتيا ولري تر څو د ملي لوبډلې لوبډلمشر شي ؟))
اوس خبره داده چې اصغر افغان به د کريکټ بورډ دې پرېکړې ته لبيک ووايي ، د تغير او تبديل اصل به په نظر کې ونيسي که به يوځل بيا د ۲۰۱۹ز نړيوال جام په څېر نا راضه وي او د لوبډلمشرۍ د لاسته راوړلو لپاره به د بيلابيلو لارو او فشارونو مبارزه پيل کړي.
تر ۲۰۱۹ز نړيوال جام وړاندې د عزيز الله فضلي په مشرۍ د کريکټ بورډ ادارې د اصغر افغان پرځای ګلبدين نائب د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکی ،که څه هم افغانان د اصغر په لېري کولو خوشحاله وه خو پدې مهم وخت کې يې د نوي لوبډلمشر ټاکنه نامناسبه وبلله او د دوی نظر دا وو چې دا هرڅه بايد تر نړيوال جام وروسته سوي وای ترڅو لوبډله کې بې اتفاقي رانسي او ډلې ټپلې جوړي نسي.
هماغسي وسوه ،اصغر تمريناتي کمپ ته نه تلی، راشد او نبي د اشرف غني،ډاکتر عبدالله او حمدالله محب په منشن کولو سره د اصغر افغان په ملاتړ ټويټونه وکړه،بل خوا بيا ګلبدين نائب د څو لوبغاړو سره پرميدان يوازي پاته سو ، پايله يې دا سوه چې د نړيوال په لړ کې افغانستان يوه لوبه هم ونه ګټله او ډېري برلاسي لوبې يې بايلولې،دې هرڅه زمينه برابره کړه چې اصغر بايد بيرته لوبډلمشر سي،اصغر،نبي او راشد په خپلو مبارزو کې بريالي سوه ،فضلي يې د چرمينۍ څخه لېري کړ او ګلبدين نائب له لوبډلمشرۍ،راشد راغی، ولاړی ،فرهان راغی او اصغر هم بيرته لوبغالې ته د لوبډلمشر په نامه کريکټ پيل کړ.
په هرصورت،اوس کريکټ بورډ بيا هماغسي يو پل راخيستی تر څو د خلکواحساسات وګوري چې د اصغر په شتون خوشحالي دې که نه،د اوازاې په خپرېدو سره ۸۰٪ افغانان پدې خوښ دي چې يو نوی لوبډلمشر راځي او د اصغر افغان ځای نيسي.
د کريکټ مینوال دا غوښتنه لري چې د ځوانو لوبغاړو له ډلې بايد پر يوه امين سي،اصغر دې ملاتړ وکړي ،همدارنګه نبي او راشد دې مشورې ورکړي.
هم به لوبې بايلل کېږي ،هم به سيريزونه بايلل کېږي او هم به لوبډلمشر په لومړيو کې د توجه وړ نه وي ،خو لوبډله هغه وخت پياوړې کېږي چې ټول سره اتفاق وي،باتجربه لوبغاړي د ځوانو لوبغاړو ملاتړ وکړي او کريکټ بورډ اداره له ډلو ټپلو او يوې حلقې څخه راووزي.
که څه هم د کريکټ بورډ پلان بايد ت وخت مخکې نه وای څرګند سوی خو اوس به تر هرڅه غوره داوي چې ترشا نسي او پر افغانانو خپل باور له لاسه ورنکړي.
د راتلونکي شل اووريز نړيوال جام لپاره چې سږکال په هندوستان کې ترسره کېږي شايد اصغر افغان د يو عادي لوبغاړې په حيث د ملي لوبډلې په نوملړ کې شتون ولري.