که دا کارونه وکړئ نو پوه به شئ چې د لوړ هوش درلودونکي یاست

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

داسې ډېري انسانان شته چې هم غلطي کوي او هم یې نه مني، خو که موږ خپل د غلطی مسولیت خپله واخلو او خپله غلطي ومنو نو پوه به شو، چې د لوړ هوش درلودونکې یو.

کله کله په کور کې جنګ کیږي یا هم نور کورني موضوعاتو سره مخ کیږو چې زموږ د خفګان او غوصې سبب کیږي؛ په دې وخت که موږ هم په جنګ پیل کړو او چوپ نه شو نو موضوع لوییږي، خو با هوشه وګړي هغه دي چې داسو حالتونو کې چوپ شي او ادامه ورنکړي.

هره خبر خپل وخت او ځای لري, ټوله انسانان باید دا مهارت زده کړي چې چېرته څنګه خبرې وکړي.

بریالي انسانان په هر شرایطو کې ځان عیاروي او ډېر په ارامۍ سره هره ستونزه حلوي، خو کوم کسان چې د دې مهارت نه لري هیڅکله په سمه توګه ژوند نشي کولای.

منفي انسان د منفي خبرو پسې ګرځي، خو باهوشه وګړي منفي فکر نه کوي او مثبت فکر کوي تل هڅه کوي چې هرې ستونزې ته د حل لاره پیدا کړي.

ښه او باهوشه انسانان د نورو سره په مرسته کولو خوند اخلي او تل یوه لار نه یوه لار د مرستې لپاره پیدا کوي.

که تاسو کې هم دا نښې وي نو پوه شئ چې د لوړ هوش خاوند یاست.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.