سي ان ان: پنټاګون په افغانستان کې مالي ستونزو سره مخ دی

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

پنټاګون په افغانستان کې د وتلو یا نه وتلو د پرېکړې له امله له ناوړه مالي وضعیت سره مخ ده.

سي ان ان په یوه راپور کې وایي د تېر کال د فبرورۍ له هوکړې سره سم باید امریکایي ځواکونه تر مې میاشتې پورې له افغانستان ووځي خو دا چې تر دې دمه امریکايي حکومت د خپلو سرتېرو برخلیک نه دی روښانه کړی نو په افغانستان کې مېشت امریکایي ځواکونه هم له نامعلوم نظامي او مالي وضعیت سره مخ دي.

په راپور کې راځي چې امریکایي ځواکونه باید د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له شرکتونو او کمپنیو سره قرار دادونه ولري خو اوس یې چې وتل یا پاتې کېدل نه دي معلوم، نو ډېری قرار دادونه یې هم له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

سرچینې زیاته کړې، ډېری قرار دادونه داسې هم شوي چې تر ۲۰۲۳ پورې یې وخت پاتې دی نو پنټاګون یې د پاتې وخت د زیانونو ګاللو ته مجبوره ده.

راپور کې وړاندې لیکل شوي چې له همدې امله پنټاګون په افغانستان کې له ناوړه مالي وضعیت او نامعلوم برخلیک سره مخ دی.

په ورته وخت کې د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړي د امریکا د راتلونکې دفاع په نامه په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور ځکه حتمي دی چې ددغه هېواد کانونه او طبیعي زېرمې باید د چنایانو له لاسرسي وساتل شي.

آدم کینزینګر ویلي افغانستان سترې کاني سرچینې لري چې ارزښت یې تریلیونه ډالرو ته رسېږي او همدا چې امریکایي ځواکونه له افغانستان وځي د سیمې هېوادونه په تېره چین به یې د استخراج هڅه وکړي.

د هغه په خبره د امریکا حکومت باید د سرتېرو په ایستلو کې له پوره دقت کار واخلي او اجازه ور نه کړي چې د امریکا سیاست او امنیت ته خطرونه متوجه شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي