ولسمشر غني: د جګړې ډول بدل شوی، د حل لاره وسلې او مهمات نه دي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ولسمشر غني د تاجیکستان ملي پوهنتون ته په خپله وینا کې وویل چې جګړه نامحدوده شوې او د جنګي او غیر جنګي سیمو تر منځ سرحد له منځه تللی دی.

هغه وویل، افغانستان هره ورځ جګړه تجربه کوي او د دغه هېواد تر رغونې لاندې ټول بنسټونه تر بریدونو لاندې دي.

نوموړي زیاته کړې چې د جګړې ډول بدل شوی دی، د حل لاره وسلې او مهمات نه دي، نو اړتیا ده چې له ترهګرۍ سره د مبارزې پر نورو لارو چارو فکر وشي.

نوموړي دغه راز د خپلو خبرو پر دوام اقلیمي بدلون ته په اشارې وویل چې که په جنوبي اسیا کې هوا ۲،۵ درجې نوره هم ګرمه شي نو ۱۰۰ ښارونه به د اوبو له بېساري کمښت سره مخ او تر سل میلیونه وګړي به کډوالۍ ته اړ شي.

نوموړي ټینګار کړی دی چې دا ستونزه باید جدي وګڼل شي او اړین تدابیر ونیول شي.

د یادونې ده چې په دې سفر کې نن افغانستان او تاجکستان په بېلا بېلو برخو کې ۵ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ولسمشر محمد اشرف غني او د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان په حضور کې، د دواړو هیوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پنځه هوکړه لیکونه او یادښتونه لاسلیک شول.

خبرپاڼې زیاته کړې، د همکاریو دغه هوکړه لیکونه او یادښتونه په سیاسي، امنیتي، سوداګریزو، ترانسپورټي، ترانزیټي، انرژۍ او فرهنګي برخو کې د دواړو هیوادونو د اړوندو مسوولینو له لوري لاسلیک شول.

د خبرپاڼې په وینا، همداراز د دواړو هیوادونو د مشرانو په دوه اړخیزه غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او تاجیکستان جمهوریت ترمنځ ګډه اعلامیه هم لاسلیک شوه.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دوه ورځني رسمي سفر د اسیا زړه استانبول بهیر کنفرانس کې د ګدون په موخه تاجکستان ته روان شو.

ټاکل شوې د یاد کنفرانس اصلي رسمي غونډه سبا په دوشنبه ښار  کې پیل شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي