د ولسي جرګې غړي: علي پور قاتل دی، باید د قانون منګولو ته وسپارل شي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي چې د میدان وردګو ولایت په بهسود ولسوالۍ کې فعال غیر مسوول وسله وال علي پور باید ونیول شي او ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپارل شي.

په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي شاه پور حسن زي ویلي چې هیڅ دولتي چارواکی ان ولسمشر غني لا د علي پور د بښلو حق نه لري ځکه د ده په وینا، علي پور د ملي امنیتي ځواکونو قاتل دی، خیانت یې کړی دی او باید اعدام شي.

په ورته وخت کې د پکتیکا د خلکو استازي نادر خان کټوازي هم ویلي چې علي پور یو قاتل او بدماش دی، حکومت ته په کار ده چې ویې نیسي او د قانون په رڼا کې چلن دې ورسره وکړي.

بلخوا د علي پور ملاتړي مهدي راسخ بیا ولسمشر او حکومتي چارواکي ملامت بللي او زیاته کړې یې ده چې د ولسمشر غني وروستۍ ورځې دي، له همدې امله هڅه کوي خلک په خپلو کې سره واچوي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې رییس وایي عليپور په غیر قانوني کړنو بوخت دی خو ولسمشر د هغه د تعقیب پر ځای د کورنیو چارو وزیر له دندې ګوښه کړ.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د یادې جرګې د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې ولسمشر غني د عليپور د غیر قانوني کړنو له امله د کورنیو چارو پخوانی وزیر مسعود اندرابي له دندې ګوښه کړی دی چې دا کړنه یې د منلو نه ده.

د هغه په خبره عليپور د سرور دانش په ضمانت خوشی شوی دی خو اوس په غیر قانوني کړنو بوخت دی.

عليپور د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې ځایي خپلسری قومندان دی چې په وروستیو کې یې د افغان پوځ یوه چورلکه وېشتلې ده او د ګڼو افغان سرتېرو په وژلو تورن دی.

افغان حکومت ویلي چې دغه غیر مسوول وسله وال به نیسي او د قانون منګولو ته به یې سپاري.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي