خلیلزاد له ترکي چارواکو سره پر افغان سوله غږیدلی

سپینه تجريدي ډیزاین

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له لوړپوړو ترکي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د ترکیې د ولسمشر ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په دې لیدنه کې پر افغان سوله او په دغه هېواد کې پر روان وضعیت خبرې شوې دي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې دواړو لورو په استانبول کې د جوړېدونکي کنفرانس په اړه هم خبرې کړې دي او ټینګار شوی چې په دې کنفرانس کې به د افغان سولې د راتګ او روانې جګړې د ختمېدو لپاره هڅه کېږي.

ترکیې ویلي چې په ترکیه کې د سولې غونډه د دوحې بدیل نه بلکې ددغه بهیر بشپړوونکې ده.

خلیلزاد تېره ورځ ترکیې ته تللی دی او ټاکل شوې چې له دې ځایه د سیمې نورو هېوادونو ته هم د افغان سولې په اړه سفرونه ولري.

په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا وایي طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی خو سره له دې هم تمه شته چې د ترکیې کنفرانس له بین الافغاني مذاکراتو سره رغنده مرسته وکړي.

د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په فرانسه کې له فرانس پرېس خبري اژانس سره د خبرو پر مهال ویلي چې د مسکو غونډې په ټپه ولاړو مذاکراتو کې تحرک راوست همداسې د ترکیې له غونډې هم تمه کېږي چې د سولې لپاره ګټوره تمامه شي.

نوموړي ویلي ددغه غونډې بریا د دواړو لورو په نیت او ښه پلان پورې اړه لري.

هغه همدا راز ویلي چې طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او په هېواد کې د جګړو په پای ته رسولو کې مثبت ګام اوچت کړي.

ډاکټر عبدالله عبدالله د ترکیې په غونډه کې د ولسمشر غني د ګډون په اړه ویلي که د طالبانو مشر په دې غونډه کې ګډون وکړي نو ولسمشر غني به هم ارو مرو دغه غونډې ته راځي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي