د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د دفاع وزارت له سرپرست جنرال یاسین ضیا سره لیدلي دي.
د دانش د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د میدان وردګ ولایت د بهسود ولسوالۍ پر موضوع هم خبرې اترې شوې دي.
سرچینه زیاتوي، یاسین ضیا، دانش ته ډاډ ورکړی دی چې امنیتي ځواکونه په بهسود کې خپل عملیات په ډېر احتیاط مخ ته وړي او هغوی ته یې سپارښتنه کړې چې په خپلسرې ډول دې د خلکو کورونه نه تلاشي کوي.
د یادونې ده چې یاسین ضیا ویلي، افغان ځواکونه له خپلې خاورې څخه ساتنې ته پوره چمتووالی لري خو ټینګار یې کړی دی چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره بهرنۍ مرستې یوه اړتیا ده او دوی په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې د همکاریو قدرداني کوي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې یې د غیر مسوول وسله وال عليپور پر وړاندې عملیات روان دي او افغان ځواکونه هڅه کوي چې ملکیانو ته له زیان رسولو پرته نوموړی ونیسي.
ضیا زیاته کړې، عليپور یو غل او رهزن دی، ژر به پیدا او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
نوموړي په دې برخه کې د خلکو په همکارۍ ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې دې مسئلې ته دې څوک قومي رنګ نه ورکوي.
د ویلو ده چې دفاع وزارت په بهسود ولسوالۍ کې د هغه غیر مسوول وسله وال (علیپور) پر وړاندې عملیات پیل کړي دي چې په کابل کې د یو شمېر سیاسي مشرانو ملاتړ له ځان سره لري.